تازه خبرونه

ملي مقاومت محاذ: بغلان کې مو د افغان طالبانو جنګیالي له منځه وړي

د ملي مقاومت محاذ لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي چې طالب جنګیالو ددوی پر پوسته برید وکړو، محاذ ورته غبرګون وښود او درې طالبان ی اووژل
ملي مقاومت محاذ وایی دوی د افغان طالبانو پر ضد دي او ددوی پر ضد به مبارزه کوي

په بغلان کې افغان طالبانو ته راپیښې دې پیښې په اړه له طالب چارواکو لوري کوم غبرګون مخې ته نه دې راغلې

په افغانستان کې د بغلان په ولایت کې د ملي مقاومت محاذ ادعا ده چې د طالبانو درې کسان یې وژلي دي

د این ار ایف  له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په نهـرین ولسوالۍ کې طالبانو د دوی پر یو پټنځای برید وکړ، چې په ځواب کې د ملي مقاومت جنګیالیو مقابله وکړه

د اعلامیې له مخې، په نښته کې د طالبانو درې جګړه‌مار وژل شوي او د طالبانو ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي

این آرایف  دا هم ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونو پر یوه شپانه ډزه کړې او هغه یې وژلې دې

د افغانستان طالب چارواکو  لوري له دې پېښې سره په تړاو هېڅ غبرګون نه دی څرګند شوې

یادونه ده چې له دې وړاندې هم ملي مقاومت محاذ  ادعا کړې وه چې د پنجشیر په ولایت کې یې د طالبانو د یو مشر کمانډء په ګډون ۱۷ کسان وژلي، خو په هغه اړه هم د طالبانو له لوري کوم رسمي دریځ نه وو خپور شوې

نورخبرونه: په کندز کې د این آر ایف  برید: دوه طالب جنګيالي وژل شوي

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *