تازه خبرونه

اسحاق ډار: له معرکهٔ حق وروسته الله تعالی پاکستان ته ستر عزت ورکړو

د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار ویلي دي چې له افغانستان سره مثبتې اړيکې غواړو
د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنيو چارو وزير د کلنۍ بريفنګ پر مهال د بهرنۍ تګلارې، سيمه‌ييز امن، له هند او افغانستان سره اړيکو او نړيوالو سفارتي برياوو تفصيلي جاج وړاندې کړ

د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق د افغان دیني له خوا د افغانستان نه بهر د جګړې د مخالفت پرېکړه‌ليک او د افغان کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني هغه څرګندونې وستايلې

اسلام‌اباد: د پاکستان مرستیال اعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډارپه یو تازه بیان کې ویلي دي  چې له معرکهٔ حق وروسته الله تعالی پاکستان ته په نړيواله کچه ډیر لوی عزت ورکړو

مرستیال وزیراعظم په خپل بیان کې ویلي دي چې پاکستان  له افغانستان سره مثبت، باعزته او رغنده اړيکې غواړي

اسحاق ډار د کلنۍ اختتامي بريفنګ پر مهال د پاکستان د بهرنۍ تګلارې، سيمه‌ييز امنيت، له هند سره وروستۍ کړکېچ، له افغانستان سره اړيکو او پر نړيوالو فورمونو د پاکستان د رول په اړه تفصيلي دريځ وړاندې کړ

هغه وويل چې پاکستان به په ۲۰۲۷ کال کې د دوو مهمو نړيوالو سرمشريزو کوربه وي، چې پکې د اقتصادي همکارۍ سازمان    او د شانګهای همکارۍ سازمان   مشرانې غونډې شاملې دي

د دوی په وينا، دا د پاکستان پر نړيوال سفارتي حيثيت د باور څرګندونه ده

پاکستان-افغانستان اړیکو بحالولو کې پرمختګ

د بهرنيو چارو وزير د افغان علماوو له خوا د افغانستان نه بهر د جګړې د مخالفت پرېکړه‌ليک او د افغان کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني هغه څرګندونې وستايلې، چې پکې يې ډاډ ورکړی و چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي. اسحاق ډار وويل چې پاکستان هم همدا تمه لري او زياته يې کړه چې پاکستان د ملګرو ملتونو او د هغې د اړوندو ادارو له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده

د نړيوالې سټېبلېزېشن ځواک په اړه د پاکستان دريځ

هغه څرګنده کړه چې پاکستان به يوازې هغه مهال د نړيوالې سټېبلېزېشن ځواک برخه شي چې د دې ځواک واک يوازې د امن ساتنې تر حده محدود وي. د ده په وينا، پاکستان به د داسې ځواک برخه نه وي چې هدف يې د جګړې تحميل يا د کومې ډلې بې‌وسلې کول وي، خو د امن ساتنې په ماموريتونو کې ګډون ته تيار دی

له چين او امريکا سره اړيکې

اسحاق ډار وويل چې د پاکستان او چين اړيکې له امريکا سره د پاکستان له اړيکو خپلواکې دي. د ده په وينا، د چين او پاکستان اړيکې مثالي دي او دا ملګرتيا د کوم درېيم هېواد پر ضد نه ده

له هند سره د مې مياشتې د کړکېچ جزييات

مرستیال وزیراعظم وويل چې د هند له لوري د تاوتريخوالي تر زياتېدو وروسته، پاکستان د مې د ۹مې شپې د ځوابي اقدام پرېکړه کړې وه، چې وزيراعظم د مې د ۱۰مې سهار له ۴ بجو تر ۸ بجو پورې اجازه ورکړې وه. د ده په وينا، د سهار په ۸:۱۷ بجو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو اړيکه ونيوله او ويې ويل چې هند اوربند ته تيار دی. پاکستان ځواب ورکړ چې هغه هېڅکله جګړه نه غوښتله

هغه وويل چې الله تعالی پاکستان ته په نړيواله ټولنه کې لوی عزت ورکړ او د څلور ورځني کړکېچ پر مهال د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو تګلاره او زړه ورتیا د ستیانې وړ وه  چې پکې د هند غرور خاورې شو

فضايي نښتې او د هند دريځ ته ځواب

اسحاق ډار وويل چې په سيمه کې د هند د ځان د  نيټ امنيت چمتو کوونکي په توګه انګېرنه د پاکستان د اغېزمن ځواب له امله ختمه شوه. د ده په وينا، پاکستان له هېچا منځګړيتوب نه دی غوښتی. هغه زياته کړه چې د مې په ۶مه او ۷مه په فضايي نښتو کې پاکستان اوه هندي جنګي الوتکې راغورځولې

د هندي ډرون بريدونو ځواب

د بهرنيو چارو وزير وويل چې د څلور ورځني کړکېچ پر مهال هند ۸۰ ډرونونه توغولي وو، چې له دې ډرونونو څخه  پاکستان ۷۹ بې‌اغېزه کړل. يوازې يو ډرون يوې پوځي تاسيسې ته ورسېد، چې لږ زيان او د څو کسانو ټپي کېدل يې رامنځته کړل هغه ټينګار وکړ چې پاکستان په هېڅ پړاو کې د مفاهمت غوښتنه نه ده کړې

د امريکايي ولسمشر اعتراف

د پاکستان مرستیال وزیراعظم وويل چې د امريکا ولسمشر له ۶۰ ځله زيات نړۍ ته د پاکستان د بريا يادونه کړې ده. د ده په وينا، د پاکستان او امريکا تر منځ سوداګري ۱۳.۲۸ ميليارده ډالرو ته رسېدلې، پاکستان تجارتي سرپلس لري او د ترهګرۍ ضد همکاري هم پياوړې شوې ده. هغه زياته کړه چې امريکا روان کال بي اېل اې او مجيد بريګېډ نړيوالې ترهګرې ډلې اعلان کړې دي

د کشمير مسئله

اسحاق ډار وويل چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د کشمير د بشري حقونو د سرغړونو موضوع راپورته کړې ده. د ده په وينا، د کشمير مسئله به د کشميري ولس د حقِ خوداراديت له لارې حل کېږي او تر هغې پورې به په سيمه کې دايمي امن نه ټينګېږي ترڅو چې د ملګرو ملتونو د قرارداد لاندې د کشمیر شخړه هواره نه شي،  هغه وويل چې هند د پهلګام پېښې بې‌بنسټه تورونه پر پاکستان لګولي دي

د سعودي عرب د منځګړيتوب رول

د بهرنيو چارو وزير د پاکستان او افغانستان تر منځ د کړکېچ د کمېدو لپاره د سعودي عرب د اوږدمهاله،  منځګړيتوب رول هم په رسمي ډول تائيد کړ. د ده په وينا، په سعودي عرب، قطر او ترکيه کې له طالبانو سره تماسونه شوي دي

له بنګله دېش سره اړيکې

اسحاق ډار وويل چې سږ کال له بنګله دېش سره اړيکې تر ټولو لويه پرمختيا وه. هغه وويل چې کلونه وړاندې د بنګله دېش حکومت د پاکستان پر ضد دريځ درلود، خو سږ کال د ده سفر ډېر مثبت و. هغه زياته کړه چې د بنګله دېش له ټولو سياسي ګوندونو سره يې ليدنې کړي، د خالدې ضيا او د جماعت اسلامي له مشر سره يې کورونو کې ملاقاتونه کړي دي. د ده په وينا، په بنګله دېش کې به د فبرورۍ په مياشت کې ټاکنې کېږي او له ټاکنو وروسته به اړيکې لا پراخې شي

له متحده عربي اماراتو سره اړيکې

مرستیال وزیراعظم د متحده عربي اماراتو د ولسمشر د پاکستان سفر وستايه او ويې ويل چې دا سفر به په سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او پرمختيايي برخو کې د همکارۍ د پراختيا سبب شي. هغه وويل چې يو اې اې په جنورۍ کې د دوه ميليارده ډالرو رول اوور ته تيار دی او د پاتې دوو ميليارده ډالرو په بدل کې به هم پانګونه کېږي

اسحاق ډار په پای کې وويل چې پاکستان به پر خپله خپلواکي، سيمه‌ييز امن او ملي ګټو هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي، خو د سيمې د ثبات او د سفارتي حل‌لارو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي

نورخبرونه: پاکستان نه غواړي خپل مسلمان ګاونډي هیواد افغانستان سره جنګ وکړي: اسحاق ډار

پاکستان افغان حکومت څخه ښکاره غوښتي چې افغان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي: اسحاق ډار

Related Articles

په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان–افغانستان سرحد نژدې درنې نښتې راپور شوې، چارواکو لا د ښکېلو خواوو په اړه معلومات نه دي ورکړي

February 25, 2026

د ایدریس ستانکزۍ توند انتقاد د سرحدي کړکېچونو په زیاتېدو سره د طالبانو ملاتړو پر ضد د زیاتېدونکي ناراضګۍ څرګندونه کوي

February 25, 2026

پر څو سرحدي نقطو د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ دوه‌خواهه ډزې روانې دي، درنې وسلې کارول شوي، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی

February 25, 2026

د ډیپلوماتیکو اصولو سرغړونه: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پاکستان ته ګواښونه کړي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *