تازه خبرونه

افغان طالبان:  پینځه زره او پینځه څلویښت ۵۰۴۵ افغان وګړي خپلو سیمو ته ولیږدول شو

افغان طالب چارواکو په یو خپور راپور کې ویلي دي چې له پاکستان څخه راستنې شوې ۹۰۴ افغان کورنۍ ی په خپلو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي
افغان طالب چارواکو د افغان مهاجرینو د شمیرو په اړه راپور جاري کړې دې

افغان طالبانو د افغان کورنیو په اړه، چې هیواد ته راستنیږي ویلي دي چې دوی سره اړینې مرستې کیږي ترڅو دوی په افغانستان کې ژوند پیل کړی

کابل/تورخم:  د افغانستان طالبانو حکومت د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء افغانستان ته د واپس راستانه شویو افغان کورنیو په اړه یو راپور خپور کړې دې

د جوړو شویو کمېټو ورځنی کاري راپور د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري

په راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې شوې دې

د اسلام کلا له لارې (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۳۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۲۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۶)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۶۴)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴)کورنیو سره مجموعًا (۳۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۴۰)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۷۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۴۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۴)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۸۷۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۰)کورنیو سره مجموعًا (۶۰۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۱۸۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۴)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۵۱۶)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۸۴۱)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

له تورخم څخه (۶۵۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۵۷۱)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۸۱۰۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۸۵)کورنیو سره مجموعًا (۵۶۹۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۴۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

له کابل څخه (۲۰۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۲۰)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۵۳۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

 ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۶۳۲)کورنۍ او (۳۴۰۱)افراد

 لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۹۰۴)کورنۍ او (۵۰۴۵)افراد

 مرسته شوي مهــاجرین:              (۷۷۶)کــورنۍ

 وېشل شوي سیمکارتونه:              (۷۰۹)عــــدده

Related Articles

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده

January 13, 2026

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *