تازه خبرونه

 د سي ټي ډي او پوليسو  ګډ عمليات:  مطلوب ترهګر قومندان له منځه وړل شوې

ترهګر قومندان برکت عرف برکتي په هدفی وژنو، پوليسو او امنيتي ځواکونو پر ضد بريدونو او لسګونو درنو جرمونو کې پولیسو او ریاستي ادارو ته مطلوب وو
د سي ټي ډي او لکي مروت پوليس ځواکون, د وانډه امير خان په شاوخوا سيمه کې د ګډ عملياتو پر مهال دا مهم قوماندان له منځه وړې دې

د پولیسو او سي ټي ډي له لوري وژل شوې ترهګر قوماندان په یو شمیر د قتل، باج اخستنې او یو شمیر نورو جرمونو کې ککړ وو

لکي مروت:  د خیبر پښتونخوا پولیسو او  د ترهګري ضد محکمې سي ټي ډي په لکی مروت کی ګډ عملیات کړی  چی پکی پولیس ته مطلوب ترهګر او ځایی کوماندان برکت  الله عرف برکتی هم وژل شوی

 د خيبرپښتونخوا د پوليسو د مشر ذوالفقار حميد په ځانګړې لارښوونه  د ترهګرۍ د جرړو ويستلو په لړ کې، د بنو رېجن د ډي آئي جي سجاد خان او د لکي مروت د ضلعي پوليس افسر نذير خان  تر مشرۍ لاندې د سي ټي ډي سپېشل ويپنز او ټېکټيکس ټيمونو، ځايي پوليسو او د امن کمېټو رضاکارانو په ګډه يو بريالی عمليات ترسره کړل

دا عمليات د لکي مروت د وانډه امير خان په شاوخوا سيمه کې ترسره شول، چې پر مهال يې ترهګر قومندان برکت الله عرف برکتي، چې د سيمې اوسېدونکی و، له خپلو ملګرو سره پر پوليسو ډزې وکړې. وروسته د دواړو لورو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې په پايله کې ترهګر قومندان ووژل شو

پوليسو د ډزو له پای ته رسېدو وروسته د پلټنې پر مهال د وژل شوي ترهګر جسد او ترې کارېدونکی وسلې ترلاسه کړې، خو د هغه نور ملګري د سيمې له ستونزمن جغرافيايي وضعيت څخه په ګټې اخيستنې وتښتېدل، چې لټون يې روان دی

چارواکو ويلي، وژل شوی ترهګر قومندان د سي ټي ډي او لکي پوليسو ته د هدفمند وژنو، آئي اي ډي چاودنو، پوليسو او امنيتي ځواکونو پر ضد بريدونو، قتل، اقدام قتل او باج اخيستنې په ګډون له لسو څخه زياتو درنو مقدماتو کې مطلوب و.

نوموړی د کانسټيبلانو سميع الله، اسدالله (د بيګو خېل اوسېدونکي)، کانسټيبل حافظ زينت الله او پخواني لېويز اهلکار حيات الله په  شهادتونو کې هم ککړ بلل کېده

د بنو رېجنل پوليس افسر سجاد خان د دې بريالۍ کارروایۍ ستاينه وکړه او د سي ټي ډي لکي، لکي مروت پوليسو او د امن کمېټو رضاکارانو ته يې ځانګړې شاباسي ورکړه. نوموړي وويل، د امن د ټينګښت لپاره ولس او پوليس يو د بل تر څنګ ولاړ دي او ډېر ژر به لکي مروت د امن مرکز وګرځي

Related Articles

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

یوناما د طالبانو ادعاوې تکرارولو او د وسله والو پټنځایونو او د پاکستان د ترهګرۍ اندېښنو له پامه غورځولو له امله نیوکې سره مخ ده

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *