تازه خبرونه

هند کې عیسایی ټولنې سره له مودي حکومت لوري ناانصافي کیږي

د هند په اترپردیش ایالت کې د مودي حکومت لوري د کرسمس په موقع د سکولونو رخصتۍ لغوه شوې ده
د هند په حکومت له نړیوال هیوادونو هم نیوکې کیږي چې دوی اقلیتونو سره زور زیاتې کوي

د هند په اترپردیشن ایالت کې صوبایی حکومت سکولونو ته لارښوونه کړې چې په دې ورځ د پخواني صدراعظم واجپایی د زوکړې ورځ ونمانځي

د بي جي پي د اترپردېش حکومت له لوري د مسیحي ټولنې پر ضد د ظلمونو او ناانصافیو لړۍ دوام لري او  د کرسمس په موقع چې د مسیحي ټولنې مذهبي جشن دې ،له مودي حکومت لوري د کرسمس په موقع  رخصتي د ختمولو اعلان کړې دې

د بي جي پي تر مشرتابه لاندې د اترپردېش ایالتي حکومت د کرسمس رخصتي لغوه کړې او ښوونځیو ته یې امر کړی چې د کرسمس پر ځای دې د پخواني صدراعظم اټل بېهاري واجپایي د زوکړې کلیزه ونمانځ.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې ده چې په هند کې د کرسمس پر مهال د مسیحي ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي ګڼې پېښې او د ځورونې ویډیوګانې هم  په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي  او په څو ایالتونو کې عبادتځایونه او د جشن مراسم تر د هندو سخت دریځه ډلو او ددوی غړو د هدف لاندې راغلي دي

د اترپردېش په دغه تګلاره د کانګرېس ګوند ویاندې سوپریا شرینات پرله پسې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نریندر مودي او بي جي پي په ټوله هند کې د نفرت فضا توده کړې او مذهبي اقلیتونه ی په  نښه کړي دي چې نړېوال پام هم ورته اوښتی دی

کارپوهان او د بشري حقونو ډلې وایي چې په ښوونځیو کې د کرسمس رخصتي ختمول د مسیحي ټولنې لپاره د وېرې او اندېښنې سبب ګرځي او دا کار د اقلیتونو له حقونو سره په ټکر کې دی

دا هم باید یادونه وشی چې په هند کې د سیکانو ټولنه هم ، چې د هند په پنجاب ایالت کې په کروړونو شمیر کې دي، خپل بیل د خالصتان ریاست غوښتنه کوي چې د هند حکومت د سیکانو دا جمهوري غوښتنه نه مني

Related Articles

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *