تازه خبرونه

چترال کې د کيلاش قبيلې مذهبي جشن: چاؤموس په بمبوريت وادي کې سر ته رسیدلې

چاؤموس جشن د کيلاش په درېيو واديو رمبور، برير او بمبوريت کې ولمانځل شو، چې پکې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو هم ګډون درلود
په چترال کې د کيلاش قبيلې غړي د چاؤموس مذهبي جشن پر مهال دوديزې مراسم ترسره کوي

د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ محکمې ویاند سعد رسنیو ته اوویل چې د سیلانیانو او د کیلاش قبیلې اولس ته د جشن پر مهال اسانتیاوې ورکولو لپاره ګامونه اخستل شوي وو

  د کيلاش قبيلې کلتوری او  مذهبي جشن چاؤموس  د چترال د کيلاش په بمبوريت وادۍ کې په برياليتوب سره پای ته اورسیدلو

 د خيبرپښتونخوا سیل ګرئ محکمی وياند محمد سعد وويل چې دا جشن د کيلاش په درېيو سیلګرۍ سیمو  رمبور، برير او بمبوريت کې په بشپړ مذهبي جذبې او دوديزو مراسمو سره ولمانځل شو

د نوموړي په وينا، د جشن پر مهال بېلابېل مذهبي رسومات ادا شول، چې پکې د امن، ورورولۍ او يووالي پيغام ورکول کېده. په دې مراسمو کې د مېوو، سبزيو او وچو مېوجاتو وېش هم وشو، تر څو د مينې، خوښۍ او یو بل سره د یووالي  څرګندونه وشي

محمد سعد زياته کړه چې د ټورازم محکمې پولیس اهلکارو او  ځوانانو د فېسټېوال پر مهال سيلانيانو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړې. د ټورازم پوليس د لواري ټنل او کيلاش ته تلونکو لارو پر امنيت او دندې بوخت وو ترڅو بهر څخه سیلانیان په اسانۍ چترال ته راشي او ددوی خوندیتوب هم باوري کړي

په جشن کې د هېواد دننه او بهر څخه د سيلانيانو په زیات شمیر کې ګډون وکړو  چې له امله يې د سيمې ګرځندوی ته وده ورسېده. د کيلاش ډېوېلپمنټ اتھارټۍ له خوا هم سيلانيانو ته بېلابېلې اسانتياوې برابرې شوې وې

  محمد سعد وويل چې د چاؤموس جشن د ژمي د موسم لپاره د خوښۍ، امن او سوکالۍ نښه ګڼل کېږي. او د نیوی کال د راتګ زیری ورکوي

Related Articles

د شهباز شریف او محمد بن سلمان مهمه لیدنه په جده کې، د سیمه‌ییزې سولې او د پاکستان-سعودي همکارۍ په اړه خبرې وشوې

April 16, 2026

د چارواکو په وینا په ټپیانو کې عمر علي او صادقه بي بي شامل دي، چې سمدستي د خار ډي ایچ کیو روغتون ته لېږدول شوي او هلته ورته طبي مرسته ورکول کېږي

April 16, 2026

د وزیراعظم شهباز شریف، فیلډ مارشال عاصم منیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو له امله د اپرېل په ۱۱مه په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیم مذاکرات ممکن شول

April 16, 2026

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې عمر علي او صادقه بي بي شامل دي، چې سمدستي د ډي‌اېچ‌کيو روغتون خار ته ولېږدول شول، هلته ورته درملنه روانه ده

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *