تازه خبرونه

پاکستان او ليبيا تاريخي دفاعي تړون لاسليک کړې

د پاکستان دفاعي صادرات، پوځي ديپلوماسي، په جنګونو کې بریاوې او نړيوال باور د پاکستان د اقتصادي بيا رغونې سبب ګرځي
د پاکستان او ليبيا استازي د دفاعي همکارۍ تړون د لاسليک پر مهال

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د دفاعي ځواکونو مشر او فيلډ مارشل سيد عاصم منير تر مشرۍ لاندې، پاکستان د اقتصادي بيا رغونې لپاره مهم ګامونه او پریکړه کړې دي

اسلام‌اباد: پاکستان له ليبيا سره يو مهم او تاريخي دفاعي تړون لاسليک کړی، دې تړون وروسته پاکستان په نړیواله کچه د یو لوی پوځي ځواک په توګه نړیوال باور ترلاسه کړې

نړيواله ټولنه پاکستان د مسلکي، منظم او جګړه‌ازمويل شويو وسله‌والو ځواکونو له امله د باور وړ دفاعي شريک ګڼي. د پاکستان په کور دننه تیار شوی  دفاعي سامان او وسايل له پخوا راهيسې د هېواد د اقتصاد لپاره مثبت رول لوبولی او د صادراتو له لارې يې ملي عوايد پياوړي کړي دي.

د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير تر مشرۍ لاندې، پاکستان د اقتصادي بيا رغونې لپاره يو لړ اغېزمن ګامونه پورته کړي، چې پکې د صادراتو زياتوالی  بنسټيز حيثيت لري

 يو  اړخ ته که پاکستان د معلوماتي ټکنالوژۍ، معدنياتو، کرېپټو، ذراعت محصولاتو او نورو برخو کې د صادراتو له لارې د پام وړ برياوې تر لاسه کړې دي، نو له بلې خوا د دفاعي تولیدي صنعت هم د اقتصادي پرمختګ په دې بهير کې مهم رول لوبوي

چارواکي وايي چې دا پرمختګونه د اغېزمنې پوځي ديپلوماسۍ او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د دوراندیشانه مشرۍ پايله ده. د معرکهٔ حق تر تاريخي بريا وروسته، نړيوال هېوادونه پاکستان ته د نوې لېوالتيا او باور په سترګه ګوري، چې له امله يې د پاکستاني دفاعي تجهيزاتو پر وړاندې د ملګرو  هېوادونو غوښتنه په بې‌ساري ډول زياته شوې ده

له ليبيا سره شوی دا تړون له مالي پلوه يو مهم او غيرمعمولي پرمختګ بلل کېږي، او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پرله‌پسې پوځي سفارتي هڅو عملي ثمر ګڼل کېږي

د ليبيا پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بنديزونو په تړاو، سرچينې وايي چې دا ډول تړونونه د يو منظم او دوامدار نړيوال بهير برخه دي، او ليبيا له لوېديځو هېوادونو سربېره له بېلابېلو نورو رياستونو سره هم د دفاعي تجهيزاتو د ترلاسه کولو لپاره اړيکې ساتي

شنونکي باور لري چې دا تړون به نه يوازې د پاکستان دفاعي صنعت ته  پرمختیا ورکړي، بلکې د هېواد اقتصادي ثبات او نړيوال حيثيت به نور هم پياوړی کړي

مهمه ده چې یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ هم لوی دفاعي تړون لاسلیک شوې دې، دفاعي شنونکي دا تړون د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیر مهم تړون ګرځولې دې، ددې تړون ترمخه په هر غړي هیواد به برید په بل غړي برید ګڼلې شي او هر غړې هیواد به ی ملاتړ کوي

نورخبرونه:    پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ تاریخي دفاعي تړون

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *