تازه خبرونه

د پښتون کلتور پر ضد سازش او د شعور ساتنه

د کلتوري فعاليتونو دفاع د امن، شعور او د راتلونکو نسلونو د خوندي مستقبل دفاع ګڼل کېږي او په داسې موقعو کښې خاموشي تر ټولو ستره کوتاھي ده
اتڼ د پښتنو د کلتور یوه مهمه برخه ده، خو له بده مرغه نن سبا ی خلک په غلطه توګه بیانوي

د ملاکنډ پوهنتون د زده کوونکو د ټولنو مشر ، ډاکټر مقصودالرحمان عشرت وويل چې د پوهنتون د پنځه ويشت کلن جشن په موقع کلتوري فعاليتونه د دې لپاره ترتيب شوي وو چې زده کوونکي د خپل شناخت، اقدارو او تاريخي ورثې سره وتړي

د هر قام کلتور د هغۀ پېژندګلو، اجتماعي روح او تاريخي تسلسل نښه وي خو له بده مرغه په وروستيو ورځو کښې د همدې کلتور د بدنامولو او متنازع کولو منظمې هڅې وشوې

د ملاکنډ پوهنتون د استاد پروفيسر ساجد محسود د اتڼ اړوند فعاليتونه په سوشل ميډيا قصدي توګه ناسمه بڼه کښې وړاندې کړې شول ، حالانکه په دغه اتڼ کښې د هېڅ زنانه زده کوونکې ګډون موجود نه ؤ او نه يې په اتڼ کولو کې برخه اخيستې وه خو بيا هم دا تاثر خور کړے شو چې دا يو مخلوط ثقافتي اتڼ دے تر څو د پوهنتون انتظاميه او د ياد استاد علمي او اخلاقي حيثيت ته زيان ورسول شي۔ د سوشل ميډيا کمپاين، پرېس کانفرنسونه او آل پارټيز غونډې د دې لپاره وکارول شوې چې پر پوهنتون فشار واچول شي، فرهنګي فعاليتونه محدود کړے شي او د اتڼ په شان قديم روايتي عمل د جرم په توګه وړاندې کړے شي، حالانکه اتڼ د پښتون قام د تاريخ او کلتور بنسټيزه برخه ده

دا معامله يوازې د کلتوري اختلاف تر حده محدوده نه ده، بلکې دا د نوې نسل پر فکري شعور يو ښکاره بريد دے۔ شدت پسند عناصر غواړي چې ځوانان د خپل کلتور، مينې او پېژندګلو نه لرې کړي او د تشدد او انتها پسندۍ پر لور ئې ټيل وهي، تر څو د پښتون کلتور خاتمه  هم د پښتنو ځوانانو په لاس وشي۔ تاريخ دا حقيقت څرګندوي چې کله يو قام د خپل شناخت نه بې برخې کړے شي نو هغه د نورو د مفاداتو اله کار ګرځي، چې پايله ئې د ټولې سيمې د نفرت، تشدد او بې‌ثباتۍ په بڼه کښې راڅرګندېږي۔ همدا وجه ده چې د کلتوري فعاليتونو دفاع د امن، شعور او د راتلونکو نسلونو د خوندي مستقبل دفاع ګڼل کېږي او په داسې موقعو کښې خاموشي تر ټولو ستره کوتاھي ده۔

په همدې تناظر کښې د ملاکنډ پوهنتون استاد پروفيسر ساجد محسود راته وويل چې اتڼ د پښتون قام يو قديم، باوقاره او منل شوى کلتوري عمل دے، چې له افغانستانه تر بلوچستان ( پښتون بلوچ صوبه ) پخوانۍ فاټا او کوهاټ پورې خپور دے۔ د هغۀ په وينا اتڼ يوازې رقص نه دے بلکې يو اجتماعي اظهار دے چې خلک پرې خوشحالۍ شريکوي، خپل منځي اړيکې ټينګوي او د اتحاد عملي څرګندونه کوي۔ پخوا به د ودونو او د خوشحالۍ په موقعو ټول کلے شريک ؤ، سړيو او ښځو به د خپلو رواياتو له مخې د خوشحالې اظهار کولو۔که څه هم د اتڼ جذبه تر اوسه ژوندۍ پاتې ده او پښتانه يې ډير په مينه کوي خو جګړو او ترهګرۍ دې روايتونو ته سخت زيان رسولے۔

پروفيسر محسود زياته کړه چې اتڼ له تفريح نه پرته ډېر د اجتماعيت، سماجي نظم او کلتوري اړيکو د ټينګولو وسيله ده۔ ډهول يا نغاره په بېلابېلو موقعو کښې بېلابېل پيغامونه رسوي؛ د خطر په وخت کښې خلک راټولوي او د جشن په موقع د خوشحالۍ اعلان کوي، چې دا هر څه د ټولنې بيداري، اتحاد او همغږي څرګندوي۔ د هغۀ په وينا اتڼ او نور زيبا هنرونه د کلتور، تاريخ او امن پسندانه رويّو د نوې نسل ته د لېږدولو تر ټولو اغېزمنې لارې دي ځکه دا ځوانانو ته سکون، انساني مينه او رواداري ور زده کوي او هغوي له خپل تاريخي ورثې سره نښلوي۔

پروفيسر محسود دا هم روښانه کړه چې په پوهنتون کښې ترسره شوي ټول کلتوري پروګرامونه د روايتي اصولو او کلتوري حدودو مطابق وو او مقصد ئې د چا زړه ازارول نه وو۔ د پوهنتون په فضا کښې علمي او مذهبي فعاليتونه لکه مشاعرې، نعت خوانۍ او اسلامي مقابلې هم ترسره کېږي، چرته چېنچونه او هلکان  زده کوونکي په منظم او مناسب ترتيب کښې ګډون کوي، چې موخه ئې د حجره، جرګه، اتڼ او لمونځ په شان کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو سره عملي اشنايي ده۔

په دې لړ کښې د ملاکنډ پوهنتون د زده کوونکو د ټولنو مشر ،  ډاکټر مقصودالرحمان عشرت وويل چې د پوهنتون د پنځه ويشت کلن جشن په موقع کلتوري فعاليتونه د دې لپاره ترتيب شوي وو چې زده کوونکي د خپل شناخت، اقدارو او تاريخي ورثې سره وتړي۔ د هغۀ په وينا کلتور نه يوازې له ماضي سره اړيکه ټينګوي بلکې د امن، تحمل او اجتماعي همغږۍ ځواک هم برابروي او په ځانګړي ډول په هغه ټولنه کښې چې د تېرو څو لسيزو راهيسې يې ترهګرۍ  سماجي اړيکې زيانمنې کړې دي او امن يې تار تار کړې دې

هغۀ دا هم واضحه کړه چې په پوهنتون کښې کله هم مخلوط يا غير مناسب کلتوري فعاليتونه نه دي شوي او نه د پښتون يا اسلامي رواياتو بې حرمتي شوې ده۔ د سوشل ميډيا او پرېس کانفرنسونو له لارې پيدا شوې غلط فهمۍ د مقامي جرګې، وائس چانسلر او يونيورسټۍ نمائندګانو په ناسته کښې هوارې شوې، ټول ټکي واضح شول، غير ارادي خامۍ ومنل شوې او د راتلونکو پروګرامونو لپاره د مقامي رواياتو د بشپړ احترام يقين ورکړے شو۔

د  شاعر، اديب او محقق دانشور نورالامين يوسفزي په وينا د زيبا هنرونو لکه شاعري , موسيقي , انځورګري او د آرټ هر يو رنګ تاج قدرت د اشرف المخلوقات يعني حضرت انسان په سر ايښې دې تاسو به چرته څاروې موسيقار نه وې ليدلې او نه به مو سنډا سندرغاړې ليدلې وي ځکه دا تحفه صرف انسان ته ور بخښل شوې ده او اتڼ د زيبا هنرونو برخه دې چې د پښتنو د غير مادي کلتوري ورثې مهم جز دے۔ دا رقص د خوشحالۍ، د ژوند سره د مينې او د تاريخي جنګي مشقونو نښه ده چې نه پکښې فحاشي شته او نه بدنامي، بلکې دا په ځوانانو کښې وقار، ښکلا، وياړ او له خپلو ريښو سره تړاو پيدا کوي۔ د هغۀ په وينا هغه ټولنې چرته چې فنون او زيبا هنرونه ژوندۍ وي هلته تشدد کمزورے کېږي او انسان زيات متوازن، حساس او مهذب ګرځي او چرته چې زيبا هنرونه وژل کيږي هلته په ټولنه کې تشدد منځ ته راځي۔

نورالامين يوسفزي دا هم وويل چې نن ټولنه ورو ورو د تشدد خوښوونکي هجوم بڼه خپلوي چرته چې منطق، فن او فلسفه شاته پاتې کېږي او دا عناصر په ناپوهۍ يا شعوري توګه د هغو قوتونو مرسته کوي چې غواړي پښتانه د خپلو وسايلو او شناخت نه بې‌برخې وساتي۔ د پښتون کلتور، حجره، جرګه، اتڼ او ژبه په نښه کول د همدې لړۍ برخه ده، ځکه د حجرو ورانول، زيبا هنرونه بدنامول او حتٰی کلتوري او مذهبي مرکزونه په نښه کول د اجتماعي شعور د کمزورولو هڅې دي۔

د ملاکنډ پوهنتون د پروفيسرانو او پښتون دانشور نورالامين يوسفزي د خبرو نه دا خبره روښانه کېږي چې د نړۍ هر پرمختللې قامونو خپل کلتور ژوندے او محفوظ ساتلے دے ځکه نو هغوي د ژوند په هر ډګر کښې پرمختګ کړے دے خو هغه قامونه چې د خپل ثقافت ساتنه او احترام نه کوي هغه ورو ورو د نړۍ له مخې ورکېږي۔

دا يوه تاريخي حقيقت دے چې نيمه پېړۍ وړاندې به په پښتني سيمو کښې د هرې خوشحالۍ موقع د ټول کلي اجتماع وه چرته چې به د يوې کورنۍ سړيو او ښځو د يو پاکيزه، فطري او کلتوري انداز له مخې شريک اتڼ کولو خو د افغان انقلاب نه وروسته د جهاد په نامه جهګړو او پروپيګنډو له امله دا فطري خوشحالۍ محدوده شوې او ټولنه د تشدد پر لور بوتلل شوه۔

د ملاکنډ پوهنتون د پېښې په رڼا کښې دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې که دغه عناصر رښتيا هم د سيمې خير غوښتونکي وے نو ولې ئې د تيمرګرې مېډيکل کالج لوئر دير د يوولس کلن غير فعال حالت پر ضد غږ پورته نه کړ، چرته چې کروړونه روپۍ لګېدلې او ملازمين يې هره مياشت په کروړونو روپې تنخواګانې او مراعات اخلي خو کالج لا هم فعال نه دے حالانکه سيمه د نجونو د طبي زده کړو او د ښځينه ډاکټرانو سخت ضرورت لري۔

په پاى کښې دا ويل ضروري ګڼم چې تعليم او کلتور د يوې سکې دوه مخونه دي۔چرته چې تعليم وي هلته شدت پسندي مري او چرته چې کلتور وهل کېږي هلته تياره زياتېږي۔ که مونږ غواړو چې خپلو بچو ته رڼا، امن او پرمختګ ورکړو نو مونږ ته به کلتور، تعليم او مکالمه ژوندي ساتل وي، ځکه هم دا لارې زمونږ سيمه له تشدد نه راوباسي او د اجتماعي شعور او انساني وقار پر لور ئې بيايي


خبرتیا: پورته لیک د لیکوال خپل نظر دې، هندوکش پښتو ټریبیون له دې سره هیڅ تړاو نه لري

Related Articles

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *