تازه خبرونه

 روس او پاکستان  په يورېشيا فورم کی  ستراتيژيکو خبرو او ژورې همکارۍ  اعلان کړی

پاکستان او روس ترمنځ د ماسکو فورم د ستراتيژيکې همکارۍ نوی چوکاټ او د رسنيو، زده‌کړې، اقتصادي پروژو او ترهګرۍ ضد برخو کې د کار کولو ژمنه شوی
پاکستاني او روسي استازي په ماسکو کې د روسيې ـ پاکستان يورېشيا فورم پر مهال یو بل سره د همکارۍ ژمنې وکړې

د فورم انتظامی کوونکې ډاکټر روکسلانا د روس او پاکستان د ستراتيژيک ګروپ د جوړېدو او د ځانګړي ستراتيژيک ډايلاګ د پيل اعلان وکړ، چې موخه يې سياسي هوډ په عملي همکارۍ بدلول دي

 د روس او  پاکستان يورېشيا فورم غونډه د چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې سره ته رسیدلی چې پکې د انتظام کوونکو  له خوا د دوه اړخيزه  اړيکو د ژورولو لپاره يو عملي پلان اعلان شو

دا پلان شرکت کوونکی  د يو نوي ستراتيژيک خبرو  او د بېلابېلو برخو ځانګړو کارکونکو ډلو  پر جوړولو سلا شوی

د فورم انتظام کوونکی ، ډاکټر روکسلانا زيګون، وويل چې د غونډې تر ټولو مهمه ګټه د راتلونکي يو کال لپاره د همکارۍ د عملي نقشې جوړېدل دي

هغې د روس او پاکستان د ستراتيژيک ګروپ د جوړېدو او د ځانګړي ستراتيژيک ډايلاګ د پيل اعلان وکړ، چې موخه يې سياسي هوډ په عملي همکارۍ بدلول دي

زيګون وويل چې فورم د همکارۍ بنیاد  کېښود  او زياته يې کړه چې دا دواړه نوښتونه به يو له بل سره نږدې تړلي وي. د هغې په وينا، دغه چوکاټ به د ګډ کار لپاره نوې نقشه، نوې ارزښتونه او نوې لارې رامنځته کړي

د لوظ نامې  له مخې، همکاري به پر څلورو مهمو برخو تمرکز وي

لومړۍ برخه د اسلام‌اباد او ماسکو ترمنځ د رسنيو همکارۍ پياوړتيا ده، څو متقابل درک او د معلوماتو تبادله زياته شي

دويمه برخه د علمي او تعليمي تبادلو پراخول دي، چې د خلکو ترمنځ اړيکې او بنسټيز تماسونه پياوړي کړي

دريم تمرکز پر اقتصادي او مالي همکارۍ دی، چې پکې به يوه ځانګړې د کار ډله د دوه اړخيزو ځانګړو پروژو د پرمختګ لپاره مناسبې هڅونې او حل لارې اولټوې 

 څلورمه برخه به د ترهګرۍ ضد همکارۍ ته ځانګړې وي، چې موخه يې د دواړو هېوادونو د پراخې تجربې پر بنسټ ګډې سپارښتنې چمتو کول دي

زيګون وويل روسيه او پاکستان په دې برخه کې پراخه تجربه لري او ډېر ګډ ټکي لرو ، او د پولې هاخوا امنيتي ګواښونو پر وړاندې د ګډو هڅو پر ارزښت يې ټينګار وکړ

د دې نوښت مشري به د پاکستان له لوري سنیټر  مشاهد حسين سيد او د روسيې له لوري ډاکټر زيګون پر غاړه ولري. هغې سنیټر  مشاهد حسين سيد يو تکړه ډيپلوماټ وباله چې د دواړو هېوادونو د اړيکو ژوره پوهه لري.

زیګون همدارنګه د ماسکو د نړيوال تمدن پوهنتون د مهم علمي ملګري په توګه يادونه وکړه او هغه يې د پاکستاني تعليمي ادارو لپاره جاذب مرکز وباله

زيګون د فورم د اوږدمهاله اغېزو په اړه هيله‌ څرګنده کړه او ويې ويل چې دا نوښت کولای شي د روسيې او پاکستان په اړيکو کې يو بشپړ نوی پړاو پيل کړي، او زياته يې کړه چې دغه منظم چوکاټ به د دواړو لوريو د پاليسۍ جوړوونکو سره مرسته وکړي

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *