تازه خبرونه

ایران هڅه کوي د افغانستان شخړو کمولو لپاره رول ولوبوي او  پیاوړي ی کړي  خو د افغان طالبانو ګډون نه کول دا امکان کموي

شنونکي وایی چې تهران په غونډه کې د افغان طالبانو لوري ګډون نه کول دا څرګندوي چې ایران د افغانستان د شخړو کمولو لپاره د رول ادا کولو څخه منع کوي کوم به چې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې کړي

1 min read

د ایران په ښار په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو استازي د سیاسي حل لارو او سیمه‌ییزو همکاریو پر سر غونډه کوي

فایل فوټو: د پوهانو وینا ده چی ایران ښايي دا هڅه هم وکړي چې د طالبانو او د هغوی د ځینو سیاسي مخالفینو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره زمینه برابره کړي

December 15, 2025

د ایران له‌خوا په تهران کې د افغانستان په تړاو د یوې سیمه‌ییزې غونډې په کوربتوب سره، سفارتی پوهان وایی د دې بنیادی مقصد دادی چې تهران د افغانستان د روانو سیاسي او امنیتي ستونزو د حل په برخه کې په سیمه‌ییزه کچه خپل نفوذ او رول پیاوړی کړي

سیاسي څارونکي وایي کله چې  امریکایی پوځ په افغانستان کی میشت وو هغه وخت هم ایران له طالبانو سره په یوه ګډ درک کې شریک و، چې تر ټولو مهم تمرکز یې د امریکايي ځواکونو وتل وو. په هغه وخت کې ایران هڅه کوله چې حتی د دوحې له تړون پرته هم امریکا له افغانستانه د وتلو پرېکړې ته وهڅوي.

خو اوس مهال چې له یوې خوا امریکا له سیمې وتلې او له بلې خوا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، ایران دا حالت یو مناسب فرصت بولي چې د افغانستان په تړاو خپل دریځ پیاوړی او ځان د سیمې یو مهم لوبغاړی معرفي کړي

د پوهانو وینا ده چی  ایران ښايي دا هڅه هم ولري چې د طالبانو او د هغوی د ځینو سیاسي مخالفینو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره زمینه برابره کړي. او دا چی  تهران تل د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره پر یو ټول‌ګډونه حکومت ټینګار کړی دی

خو د شنونکو په وینا دا عمومي ارزونه هم شته چې د تهران غونډه به د پام وړ عملي پایلې ونه لري، ځکه چې له لوېدیځ سره د ایران اړیکې ترینګلې دي او تر ټولو مهمه دا چې طالبان په دې غونډه کې ګډون نه لري

سیاسي شنونکي وایي، د طالبانو د نه ګډون یو لوی دلیل دا کېدای شي چې هغوی نه غواړي د افغانستان اړوند مسایل د سیمې یا نړۍ په کچه د یوې نړیوالې موضوع په توګه اوکتلی شي او ورباندې پراخه بهرنی بحث وشي

کارپوهان ټینګار کوي چې که د افغانستان اوسني ستونزې او اندېښنې د هېواد دننه د ملي افهام و تفهیم او سلا مشورو له لارې، او پرته له ځنډه حل شي، نو دا به یوه طبیعي او دوامداره حل لاره وي

 پوهان دا ګنړی چی نه به د  بهرنیو نسخو اړتیا پاتې شي او نه به د هغو لپاره پلمه موجوده وي، کومې چې ډېری وخت د بهرنیو لوبغاړو د خپلو ګټو پر بنسټ وړاندې کېږي

د شنونکو په باور، د یو متحد، خپلواک او دایمي ثبات لرونکي افغانستان رامنځته کېدل به د سیمې له هېوادونو سره د متقابلو همکاریو پراخ فرصتونه برابر کړي، چې دا به د ټولو علاقایی هېوادونو په ګټه وی او که داسی اونه شی نو امکان لری افغانستان په علاقایی سطح یوازی پاتی شی

Related Articles

ایران خبرداری ورکوي چې د نړیوالې مرستې کمښت د شپږو میلیونو افغان کډوالو د میلمستون ظرفیت ټینګوی

December 15, 2025

خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په ۱۵۸۸ پېښو کې له ۵۰۰ څخه زیات ولسي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي

December 15, 2025

ایف‌بي‌آر وايي د خیبر ټوبیکو کمپنی له ګودامونو څخه ۲۷ لکه او ۵۰ زره کيلوګرامه خام تمباکو ترلاسه شوی، چې پر هغه د یو ارب روپیو څخه زیاته ایکسایز ډیوټي واجب الادا ده

December 15, 2025

د صحت محکمه وایی په ټوله صوبه کې د مہم د کامیابۍ لپاره ۳۵ زره او ۵۰۰ ټیمونه تشکیل شوي او د امنیت ټینګښت لپاره ۵۰ زره پولیس اهلکار په دندو ګمارل شوي دي

December 15, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *