تازه خبرونه

د خیبرپختونخوا  پولیس وایی په ۲۰۲۵ کال کې  ترهګرۍ اولس او امنیتی چارواکو ته ځاني زیان اړولې

خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په ۱۵۸۸ پېښو کې له ۵۰۰ څخه زیات ولسي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي
په خیبرپختونخوا کې د امنیتي عملیاتو پر مهال پولیس د یوې ناکه بندۍ ساتنه کوي

خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي، یو شمیر ښوونځي په بمونو والوزل شول او ملکي وګړي ته مالي او زیان رسیدلې دې

پېښور:  د  خیبر پښتونخوا مرکزي پولیسو دفتر له‌خوا د یکشنبې په ورځ خپور شوي یو تفصیلي راپورټ کی ویلی شوی روان کال ۲.۲۵ کې په خیبرپختونخوا کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۵۰۲ ولسي وګړي او امنیتي اهلکار وژل شوي دي

راپورټ ښيي چې په ټوله صوبه کې سږ کال د ترهګرۍ ۱۵۸۸ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې پر عامو خلکو او امنیتي کوونکو ادارو بریدونه زیات شوي دي

د پولیس د شمېرو تر مخه  په دغو بریدونو کې ۲۲۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۷۰ ټپیان شوي دي. پولیس ځواک ته هم زیان اوړیدلی چې پکې ۱۳۷ پولیس اهلکار شهیدان او ۲۳۶ نور ټپیان شوي دي. او امنیتی نورو کارکوونکو  ادارو ۱۸ اهلکار هم د دندې پر مهال وژل شوي دي

راپور زیاتوي چې د فېډرل کانسټېبلري  ځواکونو ته هم درانه تلفات اوښتي، چې پکې ۱۲۴ سرتېري وژل شوي او ۲۴۴ نور ټپیان شوي دي

ددی تر څنګ امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد پراخه عملیات ترسره کړي دي. د سي‌پي‌او د راپور له مخې، په بېلابېلو استخباراتي او هدفی عملیاتو کې ۳۴۸ ترهګر وژل شوي دي

په سیمه ایزه کچه د بریدونو تفصیل

د پولیس رپورټ وايي د خيبر پښتونخوا بنو سیمه تر ټولو زیاته اغېزمنه شوې، چې پکې  د ترهګرۍ ۳۹۴ پېښې ثبت شوې دي. په بنو کې ۴۱ پولیس اهلکار وژل شوي او ۸۹  نور ټپیان شوي، په بنو ضلع کې  ۵۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان دي

په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د ترهګرۍ ۱۵۲ پېښې ثبت شوې، چې په ترڅ کې یې د امنیتي عملیاتو پر مهال ۱۳۷ ترهګر وژل شوي دي

شمالي وزیرستان کې ۱۸۱ پېښې رامنځته شوې، چې له امله یې ۳۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي

همدارنګه په جنوبي وزیرستان کې ۱۰۳ پېښې رپورټ شوې، چې پکې ۳۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۸۶ ټپیان دي

امنیتي اندېښنې

پولیس چارواکو ویلي، دا شمېرې په خیبرپختونخوا کې پرله‌پسې امنیتي ننګونې څرګندوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې له افغانستان سره پر پوله پرتې او د پخوانیو قبایلي ضلعو برخه دي زیاتی متاثره شوی

 د مرکزي پولیسو دفتر ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد هڅې به لا پیاوړې شي او د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ به همغږي نوره هم زیاته کړل شي

چارواکو ژمنه کړې چې د امن او امان د ټینګښت لپاره به استخباراتي عملیات ګړندي کړي، څو د بې‌ګناه خلکو د لا زیاتې مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي او ترهګري له منځه یوسي

نورخبرونه: خېبر پښتونخوا کې  د هند ملاتړ لرونکو خوارجو پر ضد عملياتو کی ۱۳ وسلوال له منځ وړل شوي

خیبر پښتونخوا کی د سې ټی ډی او پولیسو ګډ عملیات

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *