تازه خبرونه

خیبرپختونخوا او قبایلي ضلعو کې د روان کال وروستۍ د پولیو ضد کمپاین پیل شو

د صحت محکمه وایی په ټوله صوبه کې د مہم د کامیابۍ لپاره ۳۵ زره او ۵۰۰ ټیمونه تشکیل شوي او د امنیت ټینګښت لپاره ۵۰ زره پولیس اهلکار په دندو ګمارل شوي دي

1 min read

د صحت محکمه وايي، په ټول صوبه کې د ۶۵ لکو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوې دې

پاک افغان پوله تورخم سره نزدې لنډي کوتل کې د پولیو ضد کمپاین پر مهال پولیس اهلکار د پولیو ټیمونو ساتنه کوي او ماشومانو ته د پولیو ټیم یو اهلکار د پولیوناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي

December 15, 2025

پیښور:  په خیبرپختونخوا  او په قبایلي ضلعو کې د روان کال وروستۍ د پولیو ضد کمپاین نن د ګل په ورځ  په رسمي ډول پیل شو

 د صوبایی  حکومت صحت محکمې چاروکو ترمخه  وا په پېښور او خیبر ضلعو کې به دا کمپاین اووه ورځې دوام لري، په داسې حال کې چې د صوبې په نورو ټولو ضلعو کې به د پولیو ضد مہم د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي

د صحت محکمې چارواکو ویلي، د دې مہم پر مهال د پنځو کلونو نه کم عمره ۶۵ لکه ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف ګرځول شوي دي. د مہم د کامیابۍ لپاره ۳۵ زره او ۵۰۰ ټیمونه تشکیل شوي او د امنیت ټینګښت لپاره ۵۰ زره پولیس اهلکار په دندو ګمارل شوي دي

د خیبرپختونخوا د نورو ضلعو تر څنګ، په ضلع نوشهره کې هم نن د پولیو ضد کمپاین باقاعده پیل وشو. دا مہم د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره کېږي، چې موخه یې د پولیو ټیمونو بشپړ خوندیتوب او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول دي

د پولیسو د ضلعي مشر احمد شاه تر مستقیمې څارنې لاندې، د ضلعې په داخلي او خارجي لارو ناکه بندۍ لګول شوې دي او د پولیسو کمانډوز په کې ځای پر ځای شوي دي. پولیس وايي، د دغو اقداماتو هدف د هر ډول ناخوښه پېښې مخنیوی او د مشکوکو فعالیتونو څارنه ده

د مہم پر مهال په ټوله ضلع کې له ۱۴۰۰ څخه زیات پولیس افسران او سرتېري په دندو بوخت دي. د ایس ډي پي اوز تر څارنې لاندې ګزمه هم پیاوړې شوې او پولیس هرې مشکوکې فعالیتونو ته پاملرنه کوي، څو د پولیو ټیمونه له هر ډول ګواښ څخه خوندي پاتې شي

امنیتي چارې په دوامداره توګه څارل کېږي او د ضلعي کچې کنټرول روم هم فعال شوی، چې له هغه ځایه د ټولو سیمو وضعیت څارل کېږي. د هر ډول بېړني حالت لپاره کوئیک رسپانس فورس هر وخت چمتو ساتل شوې ده

په دې موقع، د ضلعي پولیسو مشر احمد شاه وویل، چې د پولیو بشپړ له منځه وړل د ټولنې ګډه ذمه واري ده. نوموړي له والدینو وغوښتل چې د پولیو ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي او خپل ماشومان د پولیو ضد څاڅکو ته وړاندې کړي، څو راتلونکی نسل له دې خطرناکې ناروغۍ خوندي پاتې شي

Related Articles

شنونکي وایی چې تهران په غونډه کې د افغان طالبانو لوري ګډون نه کول دا څرګندوي چې ایران د افغانستان د شخړو کمولو لپاره د رول ادا کولو څخه منع کوي کوم به چې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې کړي

December 15, 2025

ایران خبرداری ورکوي چې د نړیوالې مرستې کمښت د شپږو میلیونو افغان کډوالو د میلمستون ظرفیت ټینګوی

December 15, 2025

خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په ۱۵۸۸ پېښو کې له ۵۰۰ څخه زیات ولسي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي

December 15, 2025

ایف‌بي‌آر وايي د خیبر ټوبیکو کمپنی له ګودامونو څخه ۲۷ لکه او ۵۰ زره کيلوګرامه خام تمباکو ترلاسه شوی، چې پر هغه د یو ارب روپیو څخه زیاته ایکسایز ډیوټي واجب الادا ده

December 15, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *