تازه خبرونه

خېبر پښتونخوا کې  د هند ملاتړ لرونکو خوارجو پر ضد عملياتو کی ۱۳ وسلوال له منځ وړل شوي

د خیبر پښتونخوا په مهمند او بنو ضلعو کې ترسره شويو عملياتو کې د فتنه الخوارج وسله وال په نښه شوی سرچینی وایی دې ترهګرو ته د هند ملاتړ حاصل دی

1 min read

د خېبر پښتونخوا په غرنیو سيمو کې د ترهګرۍ ضد عمليات ترسره کوونکي د پاکستان امنيتي ځواکونه

په دې وروستیو کې د هند ملاتړ لرونکو خوارجو د پیښور په ایف سي هیډکوارټر هم ځانمرګي برید وکړو چې په پایله کې ی درې اهلکار شهیدان شول

December 14, 2025

راولپنډۍ : د پاکستان امنيتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د دوو جلا استخباراتي عملياتو پر مهال د هند له ملاتړ لرونکې فتنه الخوارج ډلې ۱۳ وسله وال وژلي دي

د پوځ د عامه اړيکو ادارې  د يکشنبې په ورځ په يوه بيان کې ويلي  د دسمبر پر ۱۲ او ۱۳ نېټو د مهمند ضلعې په يوه  غريزه سيمه کې د وسله والو د موجوديت له اطلاعاتو وروسته استخباراتي عمليات پيل شول. د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو د وسله والو پټ ځاینه په نښه کړل چی په نتیجه کې  د سختی مقابلی وروسته اووه وسله وال ووژل شول

د پوځ د عامو اړیکو څانګه وایی په بله  جلا استخباراتي عملياتو کې د بنو ضلعې کی امنيتي ځواکونو شپږ نور وسله وال له منځه يوړل

د اداري په وینا  په  دواړو سيمو کې  عمليات روان دي، د  اداري په وینا  امنيتي ځواکونه او قانون عملی کوونکي ادارې د هېواد څخه د بهرنۍ ملاتړ لرونکې ترهګرۍ د بشپړ ختمولو  لپاره ژمنی دي

دا عمليات د عزمِ استحکام لاندې د پاکستان د دوامدارې ترهګرۍ ضد مبارزې برخه ده  کوم چې د قومي  ایکشن پلان په چوکاټ کې د وفاقي ايپکس کمېټې له خوا منظوره شوی، چی مقصد ی د ترهګرۍ له ګواښ څخه  پاک د تل پاتي  امن او ثبات ټينګښت دی.

پاکستاني امنيتي ځواکونو يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ملي امنيت د خوندي کولو او د ترهګرۍ د خطر د مخنيوي لپاره به خپلې هلې ځلې په بشپړ ډول جاری  او ساتي ترڅو ترهګر او ترهګرې ډلې له منځ یوسي

 ایف آئی ای وایی چې په غیرقانوني کاروبار حواله هنډی کی ککړ دوه ملزمان ی نیولي ایف ایی ای اهلکارو ویلي چې په غیرقانوني کاروبار حواله هنډي کې ککړ د دو ملزمانو څخه ی کروړونه روپۍ ترلاسه کړي دي او نورې پلټنې تری روانې دي

Related Articles

شنونکي وایی چې تهران په غونډه کې د افغان طالبانو لوري ګډون نه کول دا څرګندوي چې ایران د افغانستان د شخړو کمولو لپاره د رول ادا کولو څخه منع کوي کوم به چې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې کړي

December 15, 2025

ایران خبرداری ورکوي چې د نړیوالې مرستې کمښت د شپږو میلیونو افغان کډوالو د میلمستون ظرفیت ټینګوی

December 15, 2025

خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په ۱۵۸۸ پېښو کې له ۵۰۰ څخه زیات ولسي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي

December 15, 2025

ایف‌بي‌آر وايي د خیبر ټوبیکو کمپنی له ګودامونو څخه ۲۷ لکه او ۵۰ زره کيلوګرامه خام تمباکو ترلاسه شوی، چې پر هغه د یو ارب روپیو څخه زیاته ایکسایز ډیوټي واجب الادا ده

December 15, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *