تازه خبرونه

د افغانستان طالب چارواکو تګلاره له خپل دیني  عالمانو سره په ټکر ده

شنونکي وایی په افغانستان کی سولې لپاره د افغان دیني عالمانو فتوی- خو د پولې پر سر پوځي اقدامات او د سرحد په اړه لانجمن بیانونه دواړو هېوادونو اعتماد ته زیان رسوی
د افغانستان طلوع نیوز او یو شمیر نور افغان چارواکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد ته د ډیورنډ فرضي کرښه وایی او د کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي کرښه ته تسلیموي

د افغانستان دیني عالمانو او افغان طالب چارواکو په ګډه یوه اعلامیه ،فتوه جاري کړې چې د افغانستان خاوره به د بل هیواد پر ضد نه کارول کیږي، شنونکي وایی دا فتوی باید په عملي شکل کې په افغانستان کې عملي شي

کابل :  د افغانستان د واکمنو چارواکو د پاکستان په اړه تګلاره له یوه جدي تضاد سره مخ شوې، چې د سیمه‌ییزې سولې لپاره د افغان علماوو وروستۍ دیني فتوا یې تر پښتنو لاندې راوستې ده

دا فتوا، چې د افغانستان د علماوو له لوري لاسلیک شوې، ټول افغانان تړی چې د خپل هېواد خاوره د بل هېواد پر د ضد ونه کاروي او د ثبات او سولې پیغام وړاندې کوي

خو د دې فتوی باور ډېر ژر هغه مهال زیانمن شو، کله چې طلوع نیوز راپور ورکړ چې د ۲۱۵م ،عزم  قول اردو قومندان د افغانستان–پاکستان پر سرحدي سیمو کې د امنیتي پوستو کتنه کړې ده؛ هغه پوله چې طلوع نیوز یې فرضی ډیورنډ کرښه بللې ده

۲۱۵مه  عزم  قول اردو د واکمن نظام یوه مهمه پوځي قطعه ده، چې د هلمند او نیمروز په څېر جنوبي ولایتونو کې د امنیت مسوولیت لري؛ هغه ولایتونه چې له پاکستان سره ګډه پوله لري

د طلوع نیوز د سرچینو په وینا، دا امنیتي پوستې د پولې پر سر د جوړېدو په حال کې وې، او د قول اردو قومندان محمد ایوب خالد د امنیتي ځواکونو د ستونزو د ارزونې لپاره سیمې ته تللی و

شنونکي وايي، دا اقدام ښيي چې دولت په عملي ډول دغه لانجمنه پوله تعریفوي او دفاع ترې کوي، خو په رسمي ډول یې لا هم نه مني. همدا تضاد د دیني لارښوونې او دولتي عمل ترمنځ د باور تشه لا پسې ژوره کوي

د علماوو فتوا هغه مهال اغېزمنه کېدای شي چې دولت په ښکاره ډول دا تعریف کړي چې د افغان خاورې او بهرنۍ خاورې مانا څه ده. تر هغه چې د پولې په اړه روښانه دریځ ونه نیول شي، دا فرمان نشي کولی د سرحدي تاوتریخوالي مخه ونیسي

د پاکستان له نظره، یوازې مذهبي بیانونه بسنه نه کوي. اسلام‌اباد ټینګار کوي چې کابل باید د خپلو نړیوالو مسؤلیتونو څرګند منل، د پولې په اړه واضح دریځ، او د ټولو بهرنیو وسله‌والو ډلو، لکه ټي ټي پي، داعش خراسان، ای ټي آی ایم/ټي آی پي او د بلوچ وسله‌والو اړوند شبکو پر ضد بې‌طرفه او عملي ګامونه پورته کړي

تر هغه چې دا عملي اقدامات ونه شي، شنونکي خبرداری ورکوي چې د امنیت د خرابېدو دا کړۍ به همداسې روانه وي، او د علماوو فتوا به د نړیوالو په سترګو کې یوازې تش شعار پاتې شي

مهمه ده چې یادونه وشي چې پاکستان په نړیوالو فورمونو او په ملګرو ملتونو کې ښکاره دریځ وړاندې کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي، امنیتي چارواکو ترمخه ټي ټي پي په افغان خاوره بریدونه پلانوي او بیا ی پاکستان کې ترسره کوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *