...

افغان طالبان: د تورخم عمري کمپ کې افغان مهاجرینو لپاره سهولتونه ورکوو

افغان طالبانو وایی چې هیواد ته راستانه شوي ۴۱۰ کورنۍ او (۲۳۲۴)افراد خپلو سیمو ته ولیږل شو
پاکستان افغان مهاجرینو پر مخ پاک افغان پوله تورخم او سپین بولدک خلاص ساتلي ترڅو افغان مهاجرینو خپل هیواد ته واپس ستانه شي

افغان طالب چارواکي ټینګار کوي چې دوی افغانستان ته واپس راستانه شوو افغان کورنیو سره مالي مرستې کوي

کابل/تورخم: افغان طالبانو حکومت  د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې

راپور د چهار شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۹هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري، وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي

د اسلام کلا له لارې (۳۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۳) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۴۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۵۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۹)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۶۵۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي

واپس راستانه شوي افغان مهاجرنیو سر مالي مرستې هم کوو: طالب چارواکي

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹)کورنیو سره مجموعًا (۶۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۹۰۲)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۹)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شوي، یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

له سپین بولدک څخه (۱۸۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸۴)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۷۹۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۷۹)کورنیو سره مجموعًا (۳۱۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۴۰۱۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

د تورخم له لارې (۲۹۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۷۱۳)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي

له تورخم څخه (۱۹۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۴۶)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۸۰۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۹)کورنیو سره مجموعًا (۱۸۲۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۷۹)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د بهرامچې له لارې (۳۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۴)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي

 د هلمند له بهرامچې څخه (۳۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۴)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۲۳۷۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۷)کورنیو سره مجموعًا (۳۳۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۴۲۱)کورنۍ او (۲۲۹۹)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۴۱۰)کورنۍ او (۲۳۲۴)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۶۷۸)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۲۸۸)عــــدده

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.