تازه خبرونه

په افغانستان پنجشیر ولسوالي کی د طالبانو پر مهم مرکز برید نیشنل ریسیسټنټ فرنټ منلی . په برید کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوی وو

این ار ایف وایي برید په دوو مرحلو کی نصب شوي بم او راکټي حملو—کې ترسره شوی او د طالبانو د بټالین د رئیس الارکان هم وژل شوي
په افغانستان پنجشیر ولسوالي کی د طالبانو پر مهم مرکز برید نیشنل ریسیسټنټ فرنټ منلی . په برید کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوی وو

په پنجشیر کې د طالب چارواکو پوستې عکسونه چی برید ورباندې شوی

کابل — د افغانستان ملي مقاومت تنظیم این ار ایف د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ د منجستو د عبداللـه خېل په دره کې د طالبانو پر یو مهم مرکز د یوه لوی برید مسؤولیت اخیستی او ادعا کوي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ طالبان وژل شوي.

تنظیم وایی په وژل شوی کسانو کی د طالبانو د یو بټالین رئیس الارکان هم شامل دی. ازادو سرچینو ددی پیښی پخلی نه دی کړی

د این ار ایف په وینا برید د دسمبر په ۷مه ماښام ۶ بجې پیل شوی او په دوو مرحلو ترسره شوی—لومړی په هغه چاودېدونکي توکي چې د پوستي دننه ځای پر ځای شوي وو، او بیا نور وروستو د تنظیم د قواوو د راکټي بریدونو په نتیجه کی ووژلی شول. این ار ایف ویلی چې یاده پوسته “په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده.”
دا دعوی هم مخې ته راغلی چې په دې مرکز کې مېشت طالبان پر سیمه ییزو اوسېدونکو د ځورونې او فشار رامنځته کولو لړۍ روانه کړې وه، او برید یې د خپلو روانو عملیاتو برخه بللې. همداراز دوی ویلي چې په دې حمله کې نه د این ار ایف کوم غړی او نه هم ملکی کسانو ته زیان رسېدلی.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د تلفاتو، تاوانونو یا د پېښې د څرنګوالي په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

د دې ادعا خپرېدل یو ځل بیا د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې د روان بې‌ثباتۍ او وسله‌والو فعالیتونو دوام ته پام اړوي، چې له امله یې د سیمې د ترهګرۍ ضد اندېښنې زیاتې شوې دي. شنونکي وایي دغه ډول نښتې—په ځانګړې توګه د هغو لارو په اوږدو کې چې د سیمې لپاره د تګ راتګ مهم بهیر جوړوي—دا روښانه کوي چې ګاونډیان، په ځانګړي ډول پاکستان، ولې د خوندي پولو او د سرحدي ګواښونو د مدیریت پر اهمیت ټینګار کوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *