تازه خبرونه

افغان طالبان: له کابل څخه  ۲۶۴  کورنۍ چې غړي ی ۱۲۷۳ وو خپلو کورونو ته ولیږل شو

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه
پاکستان خپل سرحدونه افغان مهاجرینو لپاره خلاص ساتلي دي

افغان طالب چارواکيي وایی دوی افغان مهاجرینو لپاره په سرحدي سیمو کې کمپونه جوړ کړې دي ترڅو دا افغان کورنۍ ثبت شوی او دوی سره مرستې هم کیږي

 کابل/تورخم:  د افغان طالبانو حکومت د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې

راپورچې  د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري، وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي دي

دې افغان مهاجرینو ته په بېلابېلو برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي

د اسلام کلا له لارې (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۵) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۵۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۶۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۲)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۵۹۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي  

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۹۳۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو  

 د سپین بولدک له لارې (۲۸۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۱۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۱۱۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۰۷)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۹۶۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸۹)کورنیو سره مجموعًا (۲۴۴۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۷۸۶)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي   

د تورخم له لارې (۲۱۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۱۲۳)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي  

له تورخم څخه (۹۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۹۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۱۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۷)کورنیو سره مجموعًا (۹۵۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۹۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي  

           په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو  

د بهرامچې له لارې (۳۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۹)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي

 د هلمند له بهرامچې څخه (۴۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۵)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۵۰۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸)کورنیو سره مجموعًا (۲۲۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

له کابل څخه (۲۶۴)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۷۳)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۳۶۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده  

 د افغاان حکومت د مهاجرنیو ستونزې کمیټۍ بشپړ راپور هم ورکړې دې چې لاندې ورکړل شوې دې

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۶۳۷)کورنۍ او (۳۳۵۸)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۵۱۵)کورنۍ او (۲۶۴۵)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۴۷۲)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۱۹۴)عــــدده

نورخبرونه: افغان مهاجرین دې په عزت سره خپل هیواد ته لاړ شي: وزیرداخله

کراچۍ کې غیرقانوني افغان مهاجرینو په پولیس حمله کړې

Related Articles

د مایکل کوګلمن له لوري د بلوچستان ترهګرۍ لپاره یوه نرمه سیاسي لهجه کارول ددې سیمې اولس ته له ترهګرۍ راپیښ شوي زیانونه او د اولس ستونزې پټوي

February 1, 2026

په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد انټرویو د افغان حکومت مسولیت څخه تیښته ده، پوهان سپارښتنه کوي چې مجاهد باید له حقیقت څخه سترګې پټې نه کړي او خپل مسولیت اومني

February 1, 2026

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې ویلي دي چې په بلوچستان کې عملیات بشپړ شوي، آیی ایس پي ار ویلي دي چې خوارج ترهګر زموږ عزم نه شي کمزورې کولې

February 1, 2026

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې پاکستان کې ترهګري خپرولو کې هند فعال رول لوبوي او په بلوچستان کې ناامني خپرولو لپاره د فتنه الهندوستان ملاتړ کوي

February 1, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *