تازه خبرونه

په مزارشریف کې د افغان طالبانو مخالف ترکمن مشر کریم آغا ووژل شو

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي
سرچینې وایی مزارشریف کې د ترکمن مشر وژل کیدو وروسته په سیمه کې طالب چاراکي پلټنې کوي او امنیت ی ټینګ کړې دې

په مزار شریف کی نامعلومه وسله‌والو د ښار د بلخ ولایت پېژندل شوی ترکمن مشر او د طالبانو پر تګلارو منتقد، کریم آغا، په ډزو ووژلو ، ازادو سرچینو د پیښې تصدیق کړی

 سرچینې وایی پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چی کریم آغا د مزارشریف په مرکزي برخه کې په تګ بوخت و. نوموړی د سیمې یو بااعتباره مشر و او د ځایي شخړو د حل په برخو کې یې مهم رول لوباولو. د سرچینو په باور، د ده وژل کېدل ښايي د طالبانو د قومي مخالفت پر وړاندې د هغه انتقادي دریځ سره تړاو ولري.

په افغانستان کی طالبان د امنیت له ټینګښت ادعاوی کوي، خو څیړونکی وایي په وروستیو میاشتو کې په څو ولایتونو کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا هدفي بریدونه زیات شوي  دا هم باید یادونه وشي چې  د افغانستان د شمالي سیمو سره تړلی سیمو کی وخت په وخت هدفي وژنې مخی ته راځی چی پکی په وروستیو کی د ګاونډی هیوادونو سره سیمو کی پنځه چینایی وګړي هم هدف وګرځول شول

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *