تازه خبرونه

د افغان کډوالو کمېسیون وایي په یوه ورځ کې د ۱،۵۷۹ افغان کډوال بېرته ستانه شوی

افغانستان ته ستانه شوی سلګونه کورنو ته روغتیايي پاملرنه، خواړه او سیمکارډونو سهولتونه ورکړي شوی
د افغان کډوالو کمېسیون وایي په یوه ورځ کې د ۱،۵۷۹ افغان کډوال بېرته ستانه شوی

په سرحدي مرکز کې د نوم لیکنې او مرستو لپاره د افغان بېرته‌راستنو شوی کډوالو نوم لیکنه کیږی

کابل — د مهاجرینو د ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د دوشنبې ورځې، د ۱۴۰۴ کال د ۱۷ نېټې ورځنی راپور خپور کړ او تایید یې کړه چې ټولې ۳۲۰ کورنۍ — ۱،۵۷۹ تنه — په بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوي او اړینې مرستې او خدمات یې تر لاسه کړي دي.

هرات – اسلام‌قلعه

د کمیسون په وینا اسلام‌قلعې څخه ۲۷ کورنۍ (۱۰۱ تنه) ثبت شوې دي. د مالي چارو کمېټې له لوري ۱۹۶،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز – د ورېښمو لار

۶۸ کورنۍ (۲۸۰ تنه) ثبت شوې او ورسره ۱،۴۹۱ نور مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي. له اته کورنیو سره ۵۰،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

روغتیايي ټیمونو ۷۹۲ تنه تداوي کړي او ۸ سیمکارتونه ویشل شوي دي. راستنو شویو کسانو ته د پوهاوي غونډې هم ترسره شوې دي.

کندهار – سپین‌بولدک (ډیورنډ کرښه)

د کمیسون په وینا ۶۹ کورنۍ (۳۸۷ تنه) ثبت شوې دي. ۷۰ کورنۍ (۴۴۱ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او ۶۹۶،۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. ۶۷ کورنیو ته ۵۴۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. بېرته‌راستنو شویو کسانو ته ۱،۸۰۰ ډوډۍ او ۲۴۶ وړیا سیمکارتونه ویشل شوي دي.

ننګرهار – تورخم (ډیورنډ کرښه)

۱۲۲ کورنۍ (۶۳۲ تنه) ثبت او بایومترک شوې دي. ۱۲۴ کورنۍ (۶۸۶ تنه) نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۶۲۲،۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. ۱۴۴ کورنیو ته ۱،۱۹۴،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده. بېرته‌راستنو شویو کسانو ته ۱۴۳ وړیا سیمکارتونه هم ویشل شوي دي.

هلمند – بهرامچه:
۳۴ کورنۍ (۱۷۹ تنه) ثبت شوې دي. ۲۹ کورنۍ (۱۸۰ تنه) لښکرګاه او گرمسیر ته لېږدول شوې او ۴۵۱،۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. ۶۰ کورنیو ته ۴۹۸،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل – مرکزي سیمه

له کابله ۲۹۸ کورنۍ (۱،۶۰۳ تنه) ۱۷ ولایتونو ته لېږدول شوې او ۱،۲۲۸،۸۵۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

ورځنی ټولیز شمېر
– ثبت شوي بېرته‌راستانه شوي: ۳۲۰ کورنۍ / ۱،۵۷۹ تنه
– لېږدول شوي بېرته‌راستانه شوي: ۵۲۱ کورنۍ / ۲،۶۱۰ تنه
– د مرستو ترلاسه کوونکي: ۳۰۶ کورنۍ
– وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۹۷ عدده

دارالانشاء ویلي چې هڅې روانې دي څو بېرته‌راستانه شویو کورنیو ته اړین خدمات، روغتیايي پاملرنه، لېږد، لنډمهاله اسانتیاوې او نورو برخو کې ملاتړ برابر شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *