تازه خبرونه

د امریکا میلیاردونه ډالر پانګونه ناکامه شوه: طالبان اوس د افغان ځواکونو پاتې وسایل د خپل امنیت په چوکاټ کې کاروي

سیګار راپور وایی چې ناقانونه ګرځولې ډله تحریک طالبان پاکستان افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري او القاعده ډلې سره ګډ ټریننګونه کوي
د سیګار راپور وایی چې د امریکا لوري افغانستان سره شوې ملیاردونه ډالرې مرستې په افغانستان کې د فساد ښکار شوي دي

سیګار راپور کې وایی چې امریکا له اګست ۲۰۲۱ راهیسې یې په بشري او پرمختیایي مرستو کې ۳.۸۳ میلیارد ډالر ورکړي، چې دا د واشنګټن هڅه ښيي ترڅو د بشري مرستو او امنیتي اندېښنو ترمنځ توازن وساتي

 د امریکا د افغانستان د بیا رغونې ځانګړي څارونکي  سیګار وروستی راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۱ کال د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پرېښودل شوي میلیاردونه ډالر ارزښت لرونکي وسلې، نظامي تجهیزات او امنیتي زیربناوې اوس د طالبانو د امنیتي ځواک ستنه جوړو

راپور وايي چې د امریکا لخوا افغان ځواکونو ته ورکړل شوي وسایل، په تېره د الوتکو، وسایطو، زرګونو کوچنیو وسلو، د شپې لیدلو وسایلو او نور تجهیزات، اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.   په راپور کې یادونه کړې چې شاوخوا ۳۱.۲ میلیارد ډالر یوازې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د زیربنا، ترانسپورت او تجهیزاتو لپاره مصرف شوي، خو د طالبانو واکمنۍ وروسته زیاتره یې له لاسرسي بهر شول

همدا راز، د ملګرو ملتونو څارنیز راپورونه او د واشنګټن پوسټ تحقیقات ښيي چې ځینې وسلې اوس د پاکستان په ضد د منعه شوي تحریک طالبان پاکستان   لاسونو ته رسېدلي، چې د دې ډلې د بریدونو وړتیا یې زیاتې کړې. راپور یادوي چې د ټي ټي پي د ځواک اندازه شاوخوا ۶،۰۰۰ جنګيالي ده او د القاعدې سره ګډ روزنیز مرکزونه لري

سیګار  ټینګار کوي چې د امریکا د هڅو د ناکامۍ اصلي علتونه د غلطو فرضیو او ناسمو شراکتونو جوړښت و، او د “فساد او د بشري حقونو سرغړونکو چارواکو” ملاتړ د حکومتدارۍ بنسټونه کمزوري کړل، یاغیان یې هڅولي او د جوړیدونکو موسسو فعالیت یې کمزوری کړی دی. راپور اټکل کوي چې د ضایع، فساد او ناوړه استفادې له امله شاوخوا ۲۶–۲۹.۲ میلیارد ډالر له منځه تللي دي

انسانی زیان هم خورا لوی و؛ زرګونه افغانان او تر ۲،۴۵۰ زیات امریکایي عسکر وژل شوي، یوازې د دې لپاره چې طالبان بیرته واک ته ورسېدل او د امریکایي تجهیزاتو په مرسته یې ځواکمن شول

سره له دې چې حکومت سقوط کړی، امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، له اګست ۲۰۲۱ راهیسې یې په بشري او پرمختیایي مرستو کې ۳.۸۳ میلیارد ډالر ورکړي، چې دا د واشنګټن هڅه ښيي ترڅو د بشري مرستو او امنیتي اندېښنو ترمنځ توازن وساتي سیګار په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکوي چې د افغانستان تجربه باید د راتلونکو پراخو بیا رغونې پروژو لپاره د عبرت کیسه وي، ځکه دا ناکامي اوس د سیمه ییز امنیت په وضعیت ژور اغیز لري او د نورو هېوادونو د امنیتي پالیسو لپاره مهم درس دی

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *