تازه خبرونه

پاکستان له بریتانیه غوښتي چې د پاکستان سیاسي مخالفین دې دوی ته وسپاري

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د برېتانیا های‌کمشنر جین ماریټ په اسلام‌اباد کې د متقابلې سپارلو پر تړاو خبرې کړي دي

اسلام‌اباد لندن ته وړاندیز کړی چې د روچډېل د جنسي استحصال ګروپ غړي ومني، او په بدل کې د پاکستان د پوځ منتقدین شهزاد اکبر او عادل راجا بېرته وسپاري

اسلام‌اباد/لندن:  پاکستان د برېتانیا حکومت ته یو جنجالي وړاندیز کړی دی،  د روچډېل د ماشومانو د جنسي استحصال د ګروپ غړي چې پخوا یې تابعیت نه و منل شوی، بېرته ومني، او په بدل کې برېتانیا د پاکستان دوه سیاسي مخالفین ـ شهزاد اکبر او عادل راجا ـ اسلام‌اباد ته وسپاري.

دغه وړاندیز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د برېتانیا های‌کمشنر جین ماریټ ترمنځ په یوه مهم ملاقات کې شوی دی. که څه هم رسمي خبرې د امنیتي همکارۍ په محور شوی ، خو سرچینې وايي چې د خبرو اصلي موضوع د « متقابلی سپارلو» حساس وړاندیز و.

د برېتانیا د  کورنیو چارو وزارت له کلونو راهیسې نه شي کولی چې د روچډېل د مجرم ګنګ غړي ـ چې ټول د برېتانیا تابعیت لري ـ وباسي، ځکه پاکستان هغوی د خپلو تابعینو په توګه نه دی منلی او اسناد یې نه ورکول

پاکستان اوس چمتو شوی چې هغوی ته سفري اسناد ورکړي، چې دا به د برېتانوي سیاستوالو لپاره یو ستر کورنۍ بریا وګڼل شي، ځکه د دغو جنسي مجرمینو د ایستلو لپاره پرې  فشار موجود دی

په مقابل کې اسلام‌اباد له لندن غواړي چې شهزاد اکبر او عادل راجا، چې د پاکستان د پوځ په خلاف څرګندونې کوي، په سمدستي توګه پاکستان ته وسپاري. وزیر نقوي د دواړو د محاکمې رسمي اسناد لندن ته سپارلي او تور یې لګولی چې دوی د برېتانیا له خاورې «دولت ضد پروپاګنډ کوي

نقوي ویلي چې هیڅ هېواد نشي زغملای چې د هغه پر دولتي ادارو له بهر ناوړه پروپاګنډه وشي او له برېتانیا یې غوښتنه کړې چې د هغو کسانو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړي چې د پاکستان ضد تبلیغات خپروي

قانوني او بشري حقونو په اړه  اندېښنې

په برېتانیا کې د قانون له مخې، هېڅ قاضي نه شي منلی چې یو څوک هغه هېواد ته وسپاري چې هلته یې ژوند او ازادي د خطر سره مخ وي، یا د سیاسي غچ اخیستنې هدف وګرځي

دا وړاندیز د برېتانوي حکومت لپاره یو نازک حالت رامنځته کوي،

یو خوا د روچډېل د جنسي مجرمینو د ایستلو سیاسي فشار، او بل خوا د بشري حقونو د خوندیتوب قانوني مکلفیت دې

د اکبر او راجا غبرګون

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی غوښتل شوې سپارنه سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي، اکبر ویلي چې زما خپرونې، تبصرې او راپورونه په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو او د واکمنۍ تر ټولو خطرناکو بدلونونو باندې رڼا اچوي ـ او دې په ښکاره ډول د رژیم غوسه را پارولی

ده ادعا کړې چې تر دې وړاندې د پاکستان دننه د هغه د کورنۍ غړي تښتول شوي او په برېتانیا کې د هغه پر ضد د ایسډ برید شوی دی

راجا ویلي چې د هغه پاکستانی پاسپورټ لا دمخه لغوه شوی، او دی او کورنۍ یې له پرلپسې ګواښونو سره مخامخ دي، راجا زیاته کړې چې د  پاکستان د رژیم نړیوال حیثیت د ناکامه اقتصاد، اداري فساد او خراب حکومتولۍ له امله ډېر ښکته شوی ،  لکه څنګه چې د آیی ایم ایف  وروستي راپور هم څرګند کړ

کورني فشارونه او نړیوال غبرګون

په برېتانیا کې د روچډېل ګنګ موضوع د سیاست تود بحث ګرځېدلې. پر دغو جنسي مجرمینو د نه‌توانېدونکي ایستلو قضیه د ښي‌لوري فعالانو له خوا پراخه خپرېږي او اوس د ایلون مسک په ګډون نړیوالو څېرو هم ورته پام اړولی دی

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *