تازه خبرونه

په خیبرپختونخوا کې د اے این ایف لوري د نشه ی موادو پر  ضد عملیات؛ ۴۲۶ کیلوګرامه چرس ی نیولي

اړوند چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې د نشه ی توکو پر ضد عملیات د مردان په مختلفو سیمو کې ترسره شوي او د نشه يي موادو قاچاق په ضد هڅې روانې دي
د اې این ایف افسران نیول شوي نشه ی توکو سره ولاړ ولاړ دي، څلور موټری هم د عملیاتو پر مهال نیولي دي

د چارواکو ترمخه د نشه ی توکو په ناوړه کاروبار کې ککړو کسانو پر ضد به قانوني کاروایی دوام وکړي او دوی له به سخته سزا ورکړي

مردان :  د اینټي نارکوټکس فورس (اې این ایف) له خوا په خیبرپختونخوا کې د نشه ی توکو پر ضد  ستر عملیات ترسره شول چې په نتیجه کې یې په مردان کې له بېلابېلو سیمو څخه ۴۲۶ کیلوګرامه چرس برآمد شوي دي

اې این ایف ویلي چې دا مواد له افغانستان څخه د ځايي همکارانو په مرسته په وړو کھیپونو کې د تیراه او باړې له لارې مردان ته راوړل کېدل او بیا به د هېواد نورو سیمو ته انتقالیدل

د ادارې په وینا، د مشکوکو موټرو تګ راتګ څارل شوی او په مهمو لارو کې اضافي امنیتي څارنه ترسره شوې ده. د عملیاتو پر مهال یو کس ونیول شو چې په موټر کې یې دا نشه ی توکي بار وو،  د هغه د معلوماتو پر اساس له ګڼو کورونو څخه نور نشه يي مواد هم ترلاسه شول

تر اوسه ټولټال ۴۲۶ کیلوګرامه چرس او څلور موټر ضبط شوي او د نورو ککړو کسانو د نیولو هڅې روانې دي. اې این ایف وايي، نیول شوې چرس په نړیوال مارکېټ کې شاوخوا ۲ کروړه ۳۴ لکه امریکايي ډالره ارزښت لري

اداری ټینګار کړی چې هېواد د نشه يي موادو پر وړاندې د زېرو ټالرېنس پالیسي پر ځای ساتي. د اې این ایف د راپور له مخې، روان کال تر اوسه ۳۱ د مخدره موادو قاچاق شبکې له منځه وړل شوې، چې پکې اووه نړیوالې ډلې هم شاملې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *