اسلاماباد : د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آی اېس پي ار ویاند لیفټیننټ جنرل احمد شریف چودري ویلي، افغان امنیتي ځواکونو څو ځله د پاکستان پر سرحدي پوستو د ډزو هڅې کړې څو وسلهوال د پاکستان خاورې ته داخل کړي. نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۲۵مه د خبریالانو سره په یوه تفصیلي خبري بریفنګ کې وکړې او د پولې پر اوږدو کې ی د امنیتي حالت جدي اندېښنې څرګندې کړې
د سرحدي سیمو امنیتي خلا
د ای اېس پي ار ویاند وویل چې د خیبر او تیراه څېرمه سیمې لاهم د حکومت تر بشپړ کنټرول لاندې نه دي او یوازې ۵ تر ۱۰ سلنه برخه یې اداري واک لري. د سیمې په ګڼو کلیو کې خلک سره ګډ مېشت دي او ۲۹ لوی قبایل په دواړو غاړو ویشل شوي، چې له امله یې د تګ راتګ کنټرول ستونزمن شوی دی
پوله په بشپړه توګه تړل اسانه نه دي
جنرال چوهدري د هغو وړاندیزونو په اړه چې وایي باید پوله په بشپړ ډول د امریکا ـ مکسیکو په څېر وتړل شي، وویل چې یوازې کټارې اغېزمنې نه دي. د هر ۲ تر ۵ کیلومتره وروسته د پوستو جوړول، د څار سيسټم او ډرون پوښښ رامنځته کول پراخه زېربنا او ډېرې سرچینې غواړي
د ترهګرۍ او قاچاق ګډې کړۍ
نوموړي د ترهګرۍ او جرمونو د شبکو پر ګډ فعالیت خبرداری ورکړ. د هغه په وینا، د پاکستان دننه د تحريک طالبان پاکستان ځينې ځالې غير ګمرکي موټر کاروي او د پوځ او ایف سي پر پوستو د بریدونو د اسانتیا لپاره لاره برابروي. شاوخوا ۴ لکه تر ۴.۵ لکه پورې غیر قانوني موټر په هېواد کې ګرځي چې ګڼ یې د بارودو ډکې موټري هم په ترهګریز بریدونو کې کارول کېږي.
د پاکستان ـ افغانستان مذاکرات او شواهد
د ای اېس پي ار ویاند د وروستیو ناکامو خبرو اترو په اړه وویل چې پاکستان خپل دریځ روښانه کړی ، د ټي ټي پي فعالیت، مرستې او خوندي ځایونه د افغان خاورې څخه د منلو نه دي. پاکستان له شواهدو سره معلومات وړاندې کړي چې افغان لوری یې ردولای نه شول، او پاکستان وړاندیز کړی چې دریمه خوا دې د ترهګرو ضد اقدامات تصدیق کړي
په افغانستان کې پاتې شوي وسلې او د غیر دولتي ډلو شتون
جنرال چوهدري د امریکا هغه راپور ته اشاره وکړه چې وايي د ۲۰۲۱ کال په وتلو کې له ۷.۲ میلیارده ډالرو زیات پوځي سامان په افغانستان کې پاتې شوی. هغه ادعا وکړه چې د افغان طالبانو حکومت تر اوسه فعال دولتي جوړښت نه دی رامنځته کړی او ډېرې وسلهوالې ډلې لکه ټي ټي پي ، فتنۃ الہندوستان، اسلامي غورځنګ ازبکستان، القاعده او داعش په افغانستان کې د فعالیت توان لري
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات
د ای اېس پي ار له مخې، سږکال د جنورۍ راهیسې په ټول هېواد کې ۶۷ زره زیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي چې په سلګونو ترهګر په کې وژل شوي. تر ټولو زیات عملیات په بلوچستان کې شوي (۵۳ زره)، ورپسې خیبر پښتونخوا کې (۱۲،۸۰۰)
بې اسنادو ، غیرقانوني بهرنیانو واپس ستنېدل
ویاند وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې ۹۷۱،۶۰۴ ناقانونه مېشت کسان له هېواده بهر کړل شوي، چې یوازې د نومبر په میاشت کې ۲۳۹،۵۷۴ کسان ستانه شوي. په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۳۶۶،۷۰۴ و. نوموړي ټینګار وکړ چې امنیت د سوداګرۍ نه لوړه اړتیا ده او ناقانونه تګ راتګ باید بند کړې شي
له هند سره تاوتریخوالی او بهرني اغېزونه
جنرال چوهدري پر هند تور ولګاوه چې خپلې ناکامۍ بریاوو په توګه خرڅوي. هغه وویل چې که هند د افغان طالبانو ملاتړ د پوځ په نوم وکړي، نو دا مرسته په پای کې د ترهګرو د ځواکمنېدو سبب ګرځېدی شي
د ټولنیزو شبکو ګواښونه
نوموړي وویل ځینې سوشل میډیا پاڼې چې له پاکستان بهر فعالیت کوي د تشدد پارولو او د ریاست پر وړاندې د منفي بیانیو خپرولو هڅې کوي، هغه د د بلوچستان د بې ثباتۍ په پارولو کې ددې پاڼو مثالونه وړاندې کړل
جاري عملیات
د نومبر له ۴مې راهیسې ۴،۹۱۰ عملیات ترسره شوي، په ورځنۍ توګه ۲۳۳، چې په کې ۲۰۶ ترهګر وژل شوي. سږکال ټولې ترهګریزې پېښې ۴،۷۲۹ وې، چې ډېری په خیبر پښتونخوا (۳،۳۵۷) او بلوچستان (۱،۳۴۶) کې رامنځته شوې
نورخبرونه
پاکستان ملي تګلاره په خپله جوړوي: ډی جي آیی ایس پي ار
د پاکستان امنیتي ځواکونو د فتنه الخوار ترهګرې ډلې ۳۰ ترهګر له منځه وړي: آیی ایس پي آر
زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان