تازه خبرونه

افغانستان د تاجکستان په سرحد د چینایي وګړو د وژنې په اړه خپل رول رد کړی

د تاجکستان او افغانستان په پوله وړمه ورځ د ډرون بریدونو په نتیجه کی دری چینیان وژل شوی وو
افغان طالب چارواکو نیول شوي افغانان د پنجشیر دا وګړي د افغان استخباراتي مرکز ته لیږدول شوي دي

افغان طالب چارواکو پرته د عامې معافۍ په بیله بیلو سیمو کې په سلګونو د افغان طالب حکومت مخالفین نیولي دي

کابل/اسلام‌اباد/دوشنبه :  افغانستان دا دعوی په کلکه رد کړې چې د تاجکستان په ختیځ کې د درېو چینایي وګړو د وژل کېدو پېښه یې د افغان خاورې سره تړلې ده. د افغانستان پخواني سفیر  عاطف مشعل، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې افغانستان نور د ترهګرو  ډلو مرکز نه دی پاتی او اوس د سیمه‌ییزې  لارو د تګ راتګ یوه مهم مرکز بلل کېږي

مشعل وویل چې په اوسني شرایطو کې د پخوانیو کیسو بیا تکرار د اوسنیو واقعیتونو نه پوهېدو ښکارندوی دی. هغه ټینګار وکړ چې سیمه‌ییز ثبات د افغانستان د ملي ګټو لپاره لومړیتوب لري او یو باثباته افغانستان د ټولې سیمې لپاره ګټور دی. مشعل همدارنګه یادونه وکړه چې د چین او افغانستان اړیکې د متقابل باور، درناوي او اوږدمهاله همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي او چینایي وګړي په افغانستان کې په خوندي ډول ژوند کوي. هغه وویل چې افغانستان د تاجکستان سره په اعتماد او همکارۍ کې یو رغنده پړاو ته داخلیږي

د پېښې په جریان کې، د تاجکستان او افغانستان په پولې سیمه کې وسله‌والو ډرونونو د تاجکستان په جنوبي ولایت ختلان کې د بهرنیو شرکتونو کارکوونکي په نښه کړي. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې برید د ډرونونو او چاودېدونکو موادو په مرسته شوی او له افغان خاورې ترسره شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی وو ، او زپلی کورنیو سره  یې خواخوږي څرګنده کړې او له تاجکستان سره د ګډو پلټنو ژمنه کړې. چارواکو ټینګار وکړ چې عاملین به محاکمه شي او د بې ګناه کسانو ژوند او سیمه‌ییز امنیت به خوندي ساتل د ملي لومړیتوبونو برخه وي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف دغه برید د افغانستان په خاورې کې د تاریخي ترهګریزو شبکو سره وتړلو، او د سیمې د همکارۍ اړتیا یې روښانه کړی وه پاکستان دغه برید یو ډارن ه ترهګریز عمل بللی، چین او تاجکستان سره  یې خواخوږي څرګنده کړې او د طالبانو له لوري د افراطی ډلو ملاتړ د پای ته رسولو غوښتنه ی کړې وه.

د یادون ېده چې چین  هم دغه برید غندلی او خپلو اتباعو ته ی سپارښتنه کړې چې د پولې سیمه پریږدي او هلته کار یا پانګونه ونه کړي دغه پېښه د سیمې د ګډ امنیت د همکارۍ اهمیت څرګندوي. تاجکستان، افغانستان او پاکستان ته سپارښتنه شوې چې د امنیت همغږي لا پياوړې کړي، او چین د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره له سیمه‌ییزو شریکانو سره ګډې هڅې جاري ساتي. کارپوهان وايي، ترهګري اوس یوه نړیواله او سیمه‌ییزه ستونزه ده چې د ټولو اړخونو ګډ اقدام غواړي

نورخبرونه: افغان لوري ډرون برید: تاجکستان کې درې چینایی وګړي له منځه وړي

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *