تازه خبرونه

   خیبر پښتونخوا کې د عزم استحکام مبارزې لاندې عملیات، ۲۲ ترهګر له منځه وړل شوي: آیی ایس پي ار

د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د ترهګرو پر ضد دا عملیات ترسره شول او د هند ملاتړ لرونکې خوارج انجام ته ورسول شو
خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پیښو ځایی اولس اندیښمن کړې

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه دوی ژمن دي چې په هیواد کې به د عزم استحکام مبارزې لاندې د فتنه الهندوستان خوارجو پر ضد اقدام ته دوام ورکړي ترڅو د ترهګرۍ دا جرړې له منځه یوسي

ډيره اسماعيل خان:   د امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شويو عملياتو کې ۲۲ خوارج وژل شوي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آیی ایس پي آر د معلوماتو له مخې، د نومبر په ۲۶مه نېټه امنيتي ځواکونو د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې د یوې پټې اطلاع پر اساس عمليات پيل کړل، چیرې چې د هندي پراکسي “فتنهُ الخوارج” اړوند وسله‌والو د شتون راپور ورکړل شوی و

آیی ایس پي آر  وایي چې ځواکونو د عملیاتو پر مهال د خوارجو پټن‌ځای په مؤثر ډول هدف ګرځولی او د سختې نښتې په پایله کې ۲۲ خوارج ی له منځه یوړل

د پوځ د اعلامیې له مخې، په سیمه کې د نورو هغو خوارجو د پلټنې او له منځه وړلو لپاره د سیمه له ترهګرو پاکولو لپاره  عملیات روان دي چې دا ترهګرله هند تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي

د پوځ ویاندې ادارې ترمخه د  عزمِ استحکام تر سیوري لاندې روان د ترهګرۍ ضد مبارزه به په پوره قوت او ژمنتیا سره دوام و لري، او د بهرني ملاتړ لرونکې ترهګرۍ دغه ناسور به له هېواده په بشپړه توګه له منځه یووړل شي

نورخبرونه: ډیره اسماعیل خان کې ترهګرو د ایف سي ځواک یو اهلکار شهید کړې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *