تازه خبرونه

نړیوالو هیوادونو اسلام اباد او وانا کیډټ کالج ځانمرګي بریدونه غندلې

د افغانستان اسلامي امارت حکومت هم په وانا کیډټ کالج او پلازمینه اسلام آباد کې د ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې ده
نن په اسلام آباد کې یو ځانمرګي برید وشو، ۱۲ کسان شهیدان شول

د نړۍ بیله بیلو هیوادونو سعودي عربستان، قطر، ترکي او یورپین یونین پاکستان کې ځانمرګي بریدونه په سختو ټکو کې غندلي دي

اسلام آبد: نن د نهې په ورځ  په پلازمینه اسلام‌ آباد کې  او پرونه په وانا کیډټ کالج باندې بریدونو ته نړیوال غبرګون مخې ته راغلې دې،  د نړۍ هېوادونو له پاکستان سره د یووالي څرګندونه کړې ده

نن د اسلام‌ آباد په ضلعي کچهرۍ کې شوي ځانمرګي برید او پرون د وانا کیډټ کالج باندې ترسره  شوي ترهګریز برید ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سخت غبرګونونه مخې ته راغلي دي. نړیوالو مشرانو او حکومتونو نه‌ یوازې د وژل شوو کسانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، بلکې له پاکستان سره یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی

قطر: د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د اسلام‌ آباد او وانا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.په بیان کې ویل شوي چې دغه  بریدونه د اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو خلاف دي ، قطر له پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لاره کې د بشپړ یووالي اعلان کړی او له قربانیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده

افغانستان: د بریدونو غندنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د وانا کیډیټ کالج او اسلام‌ آباد کې نن ځانمرګي بریدونه غندلي دي.په اعلامیه کې د دواړو بریدونو له امله د انسانانو د مرګ‌ژوبلې او تاوانونو په اړه ژوره خواخوږي څرګنده شوې ده

امریکا: د پاکستان ترڅنګ ولاړ یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې امریکا د پاکستان له ولس او حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې اوږه په اوږه ولاړه ده

امریکایي بیان زیاتوي چې دا ډول بریدونه د پاکستان د سولې او ثبات د کمزوري کولو هڅې دي، خو واشنګټن به له اسلام‌ آباد سره د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې خپل همکاري لا نوره پیاوړې کړي

چین: د پاکستان د قربانیو ستاینه

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي:

“چین په هر حالت کې له پاکستان سره ولاړ دی.”

بیجینګ زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه کې سترې قربانۍ ورکړي، او چین به د پاکستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

سعودي عرب: له پاکستان سره اوږه په اوږه

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت د اسلام‌ آباد برید په اړه په خپل بیان کې ویلي چې مملکت سعودي عرب د دې غم‌ځپلي حالت په دې سختو شېبو کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه دې

آسټرالیا: ژوره خواخوږي او د پاکستان د رول ستاینه

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د اسلام‌ آباد برید ته د اندېښنې څرګندونه کړې ده.په بیان کې ویل شوي چې آسټرالیا د دې غم‌ځپلې پېښې په اړه د پاکستان له خلکو سره خواخوږي څرګندوي او د ترهګرۍ ضد نړیوالو هڅو کې د پاکستان رول ستایي

ایران: د غمشریکۍ څرګندونه

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم د اسلام‌ آباد برید ته په خپل بیان کې ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ایران به د هرې ستونزې پر مهال د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي

برېتانیا: د نه منلو وړ پېښه

په اسلام‌ آباد کې د برېتانیا لوړ کمېشنر ویلي چې دغه ډول بریدونه د منلو وړ نه دي، برېتانیا ژمنه کړې چې له پاکستان سره د سولې، ثبات او د ترهګرۍ ضد هڅو په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

اروپايي اتحادیه: ګډې هڅې د حل لاره

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو دفتر په خپل اعلامیه کې ویلي چې اروپايي اتحادیه د پاکستان له ولس سره خپل یووالې څرګندوي، په بیان کې زیاته شوې چې ترهګري یو نړیوال ګواښ دی او یوازې د ګډو هڅو له لارې له منځه وړل کېدای شي

نورخبرونه

اسلام آباد کې ځانمرګي برید: دولس ۱۲ کسان شهیدان شوي

اسلام آباد ځانمرګي برید: کالعدم جماعت الاحرار ددې برید ذمه واري قبوله کړې

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *