د افغان طالبانو د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور خپور کړې ، راپور چې د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري،وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي
د اسلام کلا له لارې (۶۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۸) کورنیو سره مجموعًا (۴۹۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۹۵۲)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶)کورنیو سره مجموعًا (۴۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۱۰۰۸)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو، د سپین بولدک له لارې (۱۲۷۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۴۶۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
له سپین بولدک څخه (۶۷۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۰۳۰)تنه و، کندهار، هرات، لوګر، زابل، غزني، پکتیکا، فراه، هلمند، نیمروز او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۶۶۵۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۹۳۱)کورنیو سره مجموعًا (۱۶۳۵۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
غذا: په سپین بولدک کې (۲۵۵۷۴)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۴۷۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې (۱۰۴۱)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۵۴۸۴)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
له تورخم څخه (۱۳۷۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۵۶۹)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۶۶۶۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۶۹)کورنیو سره مجموعًا (۱۰۷۷۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۸۵)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو
د بهرامچې له لارې (۱۰۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۴۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، د هلمند له بهرامچې څخه (۵۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸۰)تنه و، نیمروز ولایت، دیشو، خانشین، صفار، او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۳۲۲۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۵۳۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
له کابل څخه (۹۰۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۷۶۳)تنه و، بغلان، کندوز، بلخ، جوزجان، تخار، خوست، پکتیا، ننګرهار، فاریاب او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۳۱۱۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مهاجرین اړوند دې دفتر ټول راپور هم په لاندې ډول خپور کړې
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۲۵۰۰)کورنۍ او (۱۴۹۱۱)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۳۰۰۵)کورنۍ او (۲۰۷۴۲)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۳۴۴۶)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۵۷۷)عــــدده