تازه خبرونه

د پاکستان قیمتي ډبرې او د سازشي خلکو د درواغو بیانیه او پروپیګنډه

د پاکستان ملي ګټو او سیاست ته د یو سازش لاندې زیان ورکولې شي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سعودي عرب ،برتانیه او بیا امریکا ته یو کامیاب سفر وو

په لومړۍ سفر شهباز شریف سعودي عربستان ته سفر کړې وو چرته چې نوموړي د سعودي او پاکستان ترمنځ تاریخي دفاعي تړون لاسلیک کړو.

هغه انځور چې پکې د پاکستان پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او وزیراعظم شهباز شریف د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدل کېږي او ورته یې قیمتي ډبرې ډالۍ کړې دي، په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېر خپور شو. دې ډالۍ ته سمبولیک یا علامتي ډیپلوماټیک ارزښت ورکول کېده، خو ځینو خلکو دې ته بله مانا ورکړه او داسې تاثر وړاندې شو چې ګنې پاکستان خپلې نایابه معدنیات امریکا ته پلوري.

 حقیقت: جواهرات نایابه معدنیات نه دي

په انځور کې ښودل شوي ډبرې لکه: ایکوامرین، ټوپاز، پیریډوټ، تورمالین او کوارټز دي. دا هغه جواهرات دي چې په ګلګت بلتستان، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې په عامه بازارونو کې اخستل او خرڅول کېږي. خو نایابه معدنیات بالکل جلا موضوع ده، دا ۱۷ فلزي عناصر دي چې په ټکنالوجۍ او دفاعي صنعتونو کې کارېږي. جواهرات له نایابه معدنیاتو سره ګډول یا خو د ناپوهۍ څرګندونه ده او یا هم قصدي تحریف.

 نړیوال تناظر او شراکتونه

په حقیقت کې هېڅ هېواد نشي کولای دا ډول سرچینې یوازې د ځان لپاره وکاږي. سعودي عرب، متحده عرب امارات، هندوستان او ګڼ افریقایي هېوادونه د نړیوالو شرکتونو سره شراکت کوي. اصلي پوښتنه تل دا وي چې دا شراکتونه د ولس په ګټه تمامېږي که نه؟

 د پاکستان خپلواک چوکاټ

په پاکستان کې معدني سرچینې د فدرالي او ولایتي قوانینو لاندې خوندي دي. هېڅ پروژه د تړونونو، د مالیاتو د قوانینو او د پارلمان له څار پرته پر مخ نه شي تللی. نو ځکه د “پټو معاملاتو” کیسې یوازې سیاسي پروپیګنډه ده.

 د ګمراه کوونکو کمپاینونو او سیاست استعمال

له ډېر پخوا راهیسې هندوستان د پاکستان پر ضد د پروپیګنډې لوبه کوي. خو د افسوس ځای دا دی چې ځینې د پي ټي ای ټولنیز حسابونه هم دې  بیان ته ول وده ورکوي ،اپوزیشن سیاست خپله ځای لري خو د ملي ګټو پر ضد بیان تکرارول د ملي ګټو په زیان تمامیږي.

 اصلي حقایق چې په خطر کې دي

پاکستان د قیمتي ډبرو، مسو، لیتیم او نایابه معدنیاتو په شمول بې شمېره سرچینې لري. دا منابع کولای شي اقتصاد متنوع کړي او د کار زمینه برابره کړي. خو که موږ خپله شتمني د سازشي کیسو له لارې مشکوکه کړو، نو بهرني پانګه وال به ولې باور وکړي؟

 پایله

د پاکستان منابع د معاملې لپاره نه دي. قیمتي ډبرې نایابه معدنیات نه دي. دا ناپوهي ده، او د دا ناپوهي سیاست ګرځول، بې ځایه نیوکې کول او دا بیانونه سیاسي وسله ګرځول بد نیتي ده. د ملي امنیت او اقتصادي خپلواکۍ غوښتنه دا ده چې دغه ډول بیانونه او سازشونه  پر وخت رسوا شي چې ریاست او او اولس داسې کسان اوپیژني.نور

نورخبرونه

  هند له مو د میۍ په جنګ کې ماتې ورکړې ده: وزیراعظم شهباز شریف

Related Articles

اسټرالیا له افغانستان سره د ۵۰ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی چې تمرکز یې پر ښځو او د هغوی پر بنسټیزو اړتیاوو دی.

January 30, 2026

د افغانستان مهاجرنیو د ثبت کمیټه وایی چې پرون ۲۴۶۹ افغان مهاجرین چې له پاکستان راستانه شوي وو په خوندي توګه ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته ولیږدول شو

January 30, 2026

ډاکټر امجد علي د فبروري پر ۳مه د شخصي حېثیت په توګه الیکشن کمیشن ته طلب شوی

January 30, 2026

د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، طالبانو د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې وتړلې. له شپږم ټولګي پورته نجونې اوس له زده‌کړې محرومې دي، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له دې حقه بې برخې دي.

January 30, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *