تازه خبرونه

پاکستان او هند ايشيا کپ ټي ټوئنې فائنل کښې نن یو بل ته مخامخ کیږي

پاکستان او هند ترمینځ دا یو تاریخ لوبه ده ځکه ۴۱ کاله پس ايشيا کپ کښې يوبل ته سره د ایشیا کرکټ سیالیو کې پایلوبه کوي

1 min read

د پاکستاني کرکټ ټيم مايوسه کُن کارکردګي، ايشيا کپ ټي ټوئنټي فائنل کښې هند پاکستان له ماتي ورکړيده

هند ايشيا ټي ټوئنټۍ چيمپئن جوړ شو، ایشیا کپ ټي ټونټۍ ۲۰۲۵ سیالیو کې ی پاکستان ته ماتې ورکړه

September 28, 2025

نن په ايشياکپ کښې ټي ټوئنټې ټائيټل  ګټو لپاره دواړه روايتي حريفان هند او پاکستان ترمينځ مقابله ده کومه چې د کرکټ د سيالو د ټولو لويه مقابله هم ګڼلې شي،۲۸ زره د کرکټ مينه وال په دوبئې سټيډيم کښې نيغ په نيغه او دغه رنګ د لکونو خلک د ټي وي او موبائيل په شيشه د دې سيالۍ نه خوندونه پورته کوي ۔ د ټورنمنټ د منتظمينو ترمخه د ميچ لپاره ټول سيټونه د وړاندې څخه بک شوي وو او تماش بينو ته هدايت شوې وو چې د ميچ د شورو کيدو نه درې ګهنټې مخکښې دې ګراونډ ته راشي ۔ د ټورنمنټ په ابتدائي مرحله او بيا سپر فور مرحله کښې  د هند خلاف ميچونه بائيللو سره پاکستاني ټيم د نفسياتي دباؤ ښکار دے خو د ټيم کپتان سلمان علي آغا او هيډ کوچ مائيک هيسن وائي چې دغه ميچونه بائيللو کښې د لوبغاړو نه غلطۍ شوې وې ولې فائنل کښې به دغه غلطۍ نه تکراره وو او قام به نه مايوسه کوؤ ۔ دلته د دې خبرې ياد دهاني کول ضروري دي چې پاکستان د دې ټورنمنټ کوربه دے خو د مئي واقعاتو نه پس پيدا شوي تاؤ تريخوالي لوجې هند حکومت کرکټ ټيم پاکستان ته د ليږلو نه انکار کړې وو چې لوجې ئې  ايشين کرکټ کونسل دا ميچونه دوبئې او ابوظهبۍ ته منتقل کړي وو، په دې ټورنمنټ کښې اته ټيمونو برخه اخستې وه کوم چې اے او بي ګروپ کښې تقسيم کړي شوي وو، په ګروپ اے کښې  پاکستان،هند،متحده عرب امارات ټيمونه شامل وو او په دوئم ګروپ کښې  سري لنکا،بنګله ديش ،افغانستان او هانګ کانګ ټيمونه ترمينځ ميچونه شوي وو۔ د دې ټورنمنټ ميچونه  ۹ ستمبر نه شورو شوي وو او په مجموعي توګه دې فائنل ميچ سره اتويشت ميچونه شوي وو۔  فائنل ميچ ګټونکې ټيم له به د ټرافۍ نه علاوه خواؤ شا درې لکه  ډالر انعام ورکولې شي ۔ په دوئم نمبر راغلې ټيم  ته به  يونيم لک ډالر او د ټورنمنټ غوره ګرځولي شوي لوبغاړي ته به  دولس نيم لکه روپۍ ملاؤيږي ۔ د مخالف حريف نه د تير ميچونو بدل اخستو او ايشيا کپ ټائيټل پاکستان ته راوړلو لپاره پاکستاني لوبغاړو خصوصي تيارۍ کړېده او دوه ورځې ئې  د باولنګ،بيټنګ او فيلډنګ پريکټس کړي وو۔ دواړه ټيمونه ۴۱ کاله پس  ايشيا کپ په فائنل کښې يو بل ته مخامخ دي ۔

نور خبرونه

ټي ټونټي کرکټ سیالۍ:  پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *