تازه خبرونه

حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

سيفران او سرحدي امورو وزارت لخوا جاري شوي نوټيفيکشن کښې د افغان کډوالو دکيمپونو زمکه صوبائي حکومت ته د سپارلو هدايت شوېدے
افغان مهاجرينو واپسۍ عمل جاري، بره دير،هري پور او چترال کښې د افغانانو کيمپونه خالي کولو فيصله شوے،سيفران او سرحدي امورو وزارت نوټيفيکشن جاري کړېدے

دير،چترال او هري پور کښې د افغان مهاجرینو کيمپونه د تړلو پریکړه شوې ده

په داسې وخت کښې چې  د خېبر پښتونخوا بشمول د ملک نورو برخو نه  پي او آر او افغان سيټزن کارډ لرونکي افغانانو خپل هيواد ته د واپسۍ عمل جاري دے وفاقي حکومت د صوبې په درې ضلعو کښې د افغان مهاجرينو کيمپونه بندولو فيصله کړيده ۔  د سرحدي امورو او سيفران د وزارت لخوا جاري شوي نوټيفيکشن کښې وئيلي شويدي چې حکومت د هري پور په  پنيان،پډانه او بسو ميره کښې قائم  د افغانانو کيمپونه په مستقل توګه د بندولو فيصله کړيده ، نوټيفيکشن کښې وئيلي شويدي چې د بره دير براول او د چترال کیسو کیمپونه هم بندولې شي ۔ په نوټيفيکشن کښې ضلعي انتظاميې ته هدايت شوېدے چې دا کيمپونه دې په فوري توګه د مهاجرو نه خالي کړي او د کيمپونو زمکې او آبادي دې صوبائي حکومت او د متعلقه ضلعو ډپټي کمشنرانو ته حواله کړي ۔ ياده دې وي چې هري پور کيمپونو کښې ميشته افغانانو ته  څو ورځې وړاندې ضلعي انتظاميې په سختې سره وئيلي وو چې د وفاقي حکومت د فيصلې په رڼا کښې دې کيمپونو کښې پاتې کيدونکي ټول افغانان دې خپل هيواد ته واپس لاړ شي او  بازارونو کښې دې خپل دوکانونه خالي کړي ۔ بلخوا د طورخم بارډر د لارې د افغانانو خپل هيواد ته ډي پورټ کولو سلسله جاري ده،بارډر چارواکو ترمخه د روزانه په حساب په دې کراسنګ پوائنټ د زر نه سيوا افغانان واپسي کوي ، د يکم  اګست نه تر دې دمه يکم اګست نه تر دې افغان سيټزن او  پي آر او کارډ لرونکي يو لکه او شل زرو نه سيوا افغانان خپل هيواد ته ستانه شويدي ۔ وفاقي حکومت لخوا ټول افغانان خپل ملک ته ليږلو فيصلې او د مهاجرينو خلاف کريک ډاؤن باوجود اوس هم د لکونو افغانان پاکستان کښې موجود دي چې پکښې زياتره  د خېبر پښتونخوا په مختلف کيمپونو کښې اوسيږي ۔

نورخبرونه

افغان چارواکو هیواد ته واپس راتلونکو افغان وګړو په اړه راپور خپور کړې

Related Articles

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

د امریکا چارواکو د ابراهيم کايمي په نوم ۱۹ کلن افغان اصلي اوسېدونکی او د هغه یو همکار د نیویارک ښار په یوه مظاهره کې د بمي چاودنې د هڅې په تور نیولي دي. چارواکي وایي چې یاد کسان د داعش له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي وو

March 10, 2026

بحرین یو هندی مخابراتي انجنیر د دې په تور نیولی چې ګواکې د اسرائیلو د موساد استخباراتي ادارې سره یې حساس جغرافیایي معلومات او د څارنې اړوند مواد شریک کړي دي

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *