د افغانستان په تاریخ کې ۷۰مه لسیزه ډیر اهمیت لري په دې کال کې د افغانستان سیاسي حالات ډیر کړکیچن ووِ ،سردار محمد داوود خان (د افغانستان لومړی جمهور رئیس) ، د ۱۹۷۸ د اپرېل په ۲۸مه د “ثور انقلاب” پر مهال په کابل کې ووژل شو. دا انقلاب د افغانستان پیپلز ډیموکریټک ګوند له لوري په افغانستان کې راوړل شو.
هم ددې ګوند مشرانو متحده سوویت یونین ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي.آیا تاسو معلومات لري چې هم دې ګوند په کال ۱۹۸۷ کې افغانستان خپلې هوايي اډې شوروي اتحاد ته ورکړې وې څو پر پاکستان بمبار وکړي؟
د بګرام هوايي اډه په اصل کې د شوروي اتحاد له خوا د ۱۹۵۶ د شوروي ـ افغان تړون وروسته جوړه شوه. د شوروي یرغل (۱۹۷۹ – ۱۹۸۹) پر مهال دا د روسي جنګي الوتکو د میګ او سوخوي الوتکو اصلي مرکز شو. د شوروي له وتلو وروسته، دغه اډه د افغان کورنۍ جګړې پر مهال د وسله والو تر منځ لانجمنه شوه او وروسته طالبانو ترې استفاده وکړه.
په ۲۰۰۱ کې امریکا او ناټو بګرام ونیوه او پراخه یې کړ، میلیاردونه ډالر یې پرې ولګول څو د افغانستان تر ټولو ستره بهرنی پوځي اډه شي. ۲۰۲۱ پورې دا د امریکا تر کنټرول لاندې پاتې شوه.
د افغانستان حکومت ، د روسیانو هغه کړنې چې د پاکستان پر ضد ترسره شوې وې، وستایلې.کله چې په کال ۱۹۷۸ کې کمیونستانو واک ترلاسه کړو، په ځانګړې توګه په کال ۱۹۷۹ کې ، نو په دې وخت کې افغانستان د متحده سوویت یونین ګوډاګې وو او کومه غوښتنه به چې شوري اتحاد افغان چارواکو څخه کوله ، په سر سترګو به ی منله.
د افغانستان واکمنو بابرک کارمل په لومړي ځل آو بیا نجیب الله روسیانو ته په بشپړه توګه اجازه ورکړه چې د افغانستان هوايي اډې، زیربناوې او خاوره د عملیاتو لپاره وکاروي، چې پکې پر پاکستان د پولو پورې غاړې بریدونه هم شامل وو. شوروي ځواکونو د ۱۹۸۰مو په لسیزه کې په چمن کې د کډوالو کېمپونه بمبار کړل او په ۱۹۸۷ کې یې په پاراچنار کې بمبار وکړ. افغان حکومت یې بشپړ ملاتړ کاوه. د بګرام، شینډنډ او کندهار هوايي اډې په رسمي توګه شوروي ځواکونو ته وسپارل شوې.
افغان هوايي افسران د شوروي پيلوټانو ترڅنګ ګډ ماموریتونه ترسره کولو ، د کال ۱۹۸۷ او ۱۹۸۷ کال کې د پاکستان او شوري اتحاد ډیر فضایی جنګونه وشو او د پاکستان فضایی ځواک په دا مهال خپلې ایف ۱۶ جنګي الوتکې راپورته کړې او د شوري اتحاد او افغانستان هوایی ځواکونو یو شمیر جنګي الوتکې ی رانسکورې کړې.
په ۱۹۸۷ کې شوروي ځواکونو د پاراچنار د کډوالو کېمپ بمبار کړ چې یوازې په یوه ورځ کې له ۱۰۰ زيات ملکيان پکې ووژل شول. د افغانستان دولتي رسنیو دا برید د “غچ اخیستونکي عملیات” په نوم وستایه. د افغانستان هوايي کنټرولران او رادار چلوونکي د شوروي پيلوټانو سره د هدف ټاکلو کې مرسته کوله. شوروي الوتکې به له افغان اډو پورته کېدې، په افغان مرکزونو کې یې تېل اچول کېدل، او کله ناکله یې د افغان پيلوټانو سره ګډ ماموریتونه هم ترسره کول . .
دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې په اصل کې، په ۱۹۸۰ کال کې د افغانستان چارواکو خپله خاوره او هوايي اډې یو ستر ځواک (شوروي اتحاد) ته ورکړې چې پر پاکستان بمبار وکړي، شوروي اتحاد ی دې لپاره افغانستان ته را اوبلل چې هغوي غوښتل ګرمو اوبو ته لار جوړه کړي او تر کراچۍ پاکستان قبضه کړې خو ددوی دا خوب پوره نه شو.
وس د هغه افغانانو لپاره چې پر پاکستان غږ کوي چې ولې ی د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې ی ددوی ملاتړ وکړو، او دوی وایی چې د پاکستان لوري او د حکومت لوري د ترهګرۍ ضد جنګ کې د امریکا ملاتړل کول د پاکستان یوه لویه غلطي وه نو دلته ځواب دادې چې افغانستان حکومت د پاکستان په ضد د سوویت یونین ملاتړ ولې وکړو؟ د پاکستان په ضد ی ورله هوایی اډې ولې ورکړې؟
هم دغه شان هرپاکستانۍ هم وایی چې پاکستان له نه وو په کار چې د کال ۲۰۰۱ وروسته ی د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړو خو دې پاکستانیانو ته باید معلومه وی چې افغان چارواکو سوویت یونین هم دې لپاره افغانستان ته راوستلو چې په پاکستان قبضه وکړي.
په داسې وخت هغه افغانان چې د پاکستان په ضد د روس بمباري او دلته د بې ګناه اولس وژنې ملاتړ کوي، ډیر د کم علمي ښکار دي او دوی په دې کې ناانصافي کوي. آیا یو هیواد حق نه لري چې بل ګاونډي هیواد یو ستر ځواک دې لپاره خپل هیواد ته را اوغواړي چې په ګاونډي هیواد یرغل وکړي، ګرمو اوبو ته ځان ورسوي او خپل واک کې واخلي. آیا په داسې وخت کې به مخالف هیواد د خپلې آزادۍ او خپلواکۍ دفاع نه کوي؟ ددې ځواب دادې چې هر آزاد او خپلواک هیواد د بهرنیو د یرغل ځواب ورکولو پوره پوره حق لري او دې باندې دې افغانان هم ځان پوهه کړي چې په کال ۱۹۷۹ کې شوروي اتحاد راغوښتل ، په افغانستان او پاکستان کې بې ګناه وژل ، د افغان سیاسي چارواکو لویه غلطي وه او هم هغه غلطۍ له امله وس هم افغانان در په در خاورې په سر دي.
نورخبرونه