تازه خبرونه

ټرمپ لوري افغانستان ته ګواښ: اسلامي امارت کلک غبرګون ښودلې

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده
د اسلامي امارت لوري په خپور بیان کې ویل شوي دي موږ ټولې نړۍ سره بغیر د څه توپیر پیاوړې اړیکې غواړو.

د افغانستان اسلامي امارت په اعلامیه کې وایی چې امریکا ژمنې کړې چې د افغانستان په سیاست کې به مداخله نه کوي او د افغانستان په ضد به د ځواک نه کار نه اخلي.

په داسې وخت کې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لوري د افغانستان د بګرام هوایی ډګر بیا نیولو یا لاسته راوړلو په اړه توده بحثونه دوام لري ، د افغانستان اسلامي امارت بیله بیل چارواکو لوري هم د امریکا دې دهړکو او ګواښونو ته کلک غبرګونو ښودل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت لوري یو مهم پیغام خپور شوې په کوم کې ی چې ټرمپ له یو مهم پیغم ورکړې دې، په خپره خبرپانړه کې وایی چې د افغانستان اسلامي امارت د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي.

په خبر پانړه کې وایی چې امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري .

په خپره شوې خبرپانړه کې وایی چې یادونه وشی چې د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد به له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي. اسلامي امارت په اعلامیه کې زیاتوي او ټینګار کوي چې بیا په کار ده چې دوی خپلو ژمنوته پابنده واوسيږي او زیاتوي چې په دې اساس یوځل بیا یادونه کیږي چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید د عقلانیت او واقعبینۍ تګلاره خپله شي .

نورخبرونه

  امریکا ته به اجازه ور نه کړو چې بیا افغانستان ته راشي: افغانستان

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *