تازه خبرونه

افغانستان کې د ښځینه تعلیم لپاره غږ جرم شو: ډاکټر فاروق اعظم افغان چارواکو بندي کړې

د افغانستان فاروق اعظم خپل ځوی ته لیک استولې دې، هغه وایی چې زه بندي یم

1 min read

افغانستان کې ټولنیز شخصیتونه بیا بیا غوښتنې کوي چې د ښځینه زده کړو څخه دې بندیز اوچت کړې شي

د افغانستان اسلامي امارت حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د سختو نیوکو لاندې دې ځکه افغان حکومت په ښځینه لوړو زده کړو بندیز لګولې

September 15, 2025

د افغانستان یو ټولینز شخصیت او د ښځو د تعلیم او د انساني حقونو لپاره غږپورته کوونکي فاروق اعظم خپل ځوی ته لیکل شوې یو لیک مخې ته راغلې دې.

سرچینې وایی چې ډاکټر فاروق اعظم له انګلستانه لوړې زده کړې کړي دي او د افغانستان په اوبو او انرژۍ وزارت کې د مرکزي مرستیال په توګه دنده ترسره کوي. سرچینې وایی چې هغه په افغانستان کې د ښځو په زده کړو بندیز لګولو په ضد غږ پورته کوي، ویل کیږي چې نوموړي د اسلامي امارت په چارواکو هم هغه وخت سختې نیوکې وکړې چې کله افغان چارواکو د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته ښځینه ډاکټرانو ته اجازه نه ورکوله.

سرچینې وایی او تایدوی چې وس ی ډاکټر فاروق اعظم هم دې له امله زنداني کړې دې چې نوموړي به په اسلامي امارت چارواکو نیوکې کولې او غوښتنه به ی کوله چې باید په افغانستان کې د ښځینه زده کړو باندې لګول شوې بندیز لرې شي.

نوموړي خپل ځوی ته لیکي چې هغه بندي شوې دې، د هغه لیک په پښتو کې لیکل شوي دي او وایی چې زما موضوع د ښځو تعلیم، عصري علوم، او د امر باالمعروب د قانون د کمزوریو په ګوته کول دي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې دا ټولنیز شخصیت فاروق اعظم خپل ځوی ته لیکي چې میرویس جان بچیه زه ددوی سخت چلند ته هم تیاریم. ددې ټولنیز شخصیت دا خبرې او لیک څرګندوی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت مشرانو لوري په ښځینه تعلیم بندیزونو وس د اولس غبرګونونه راپارولي دي.  

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې فاروق اعظم یو ټولنیز شخصیت دي او په افغانستان کې د ښځینه زده کړو لپاره خپل غږ پورته کولو وروسته د افغانستان ا س ل ا م ي حکومت بندي کړې دې.

دلته دا هم باید یادونه وشي چې د ۹۰په لسیزه کې د طالبانو حکومت تراوسني حکومت هم ډیر سخت وو، جومات ته نه تلل، موسیقي ، په حجرو کې د موسیقۍ محلفونه او داسې نورو په یو شمیر کارونو باندې د طالبانو حکومت څخه سخت بندیزونه لګیدلې وو . که څخه هم د اسلامي امارت اوسنۍ حکومت له اولس سره یو حد پورې نرمي کوي خو بیان هم له اولس څخه په دوی نیوکې کیږي چې اسلامي امارت باید د ښځینه تعلیم حاصلولو څخه بندیز اوچت کړي.

خبرونه

مېلمه پالنې څخه تر سختو پرېکړو پورې د پاکستان لپاره د کډوالوننګونې

Related Articles

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *