د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال سيد عاصم منیر د سېلاب ځپلو د بيا میشتېدو او بحالۍ په برخه کې د بشپړ مرستې ډاډ ورکړی دی او ويلي يې دي چې ریاست نشي کولی هر کال د انسانانو د قېمتي ژوند او شتمنیو زغمل وکړي.
د آئي اېس پي آر د خبر له مخې، فیلډ مارشال عاصم منیر د قصور سېکټر او جلالپور پيروالا ملتان کې د سېلاب ځپلو لپاره جوړ شوي د مرستو کيمپونو ته تللی و، هلته يې د روان وضعيت او د ژغورنې او مرستو د عملياتو جاج واخيست.
د آئي اېس پي آر په وينا، د پنجاب چیف سېکرټرۍ او د سول ادارو لوړ پوړي چارواکي هم د پوځ له مشر سره موجود وو، او هغه ته ی د سېلاب ځپلو سيمو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو.
نوموړي د سېلاب له امله د ستونزو په هوارولو کې د ملکي او پوځی ادارو ګډ کار ته اشاره وکړه او له سول ادارو سره په خبرو کې يې د ښه حکمراني او د ولسپالې پرمختيا پر اهميت ټینګار وکړ.
عاصم منیر څرګنده کړه چې د خلکو د خوندي کولو لپاره د اړينو تدابيرو عملي کول او د زېربناوو چټکه وده اړينه ده څو د پرلهپسې سېلابونو له ویجاړیو خوندي شي .
د ولسپالې ژمنې تکرار
د پوځ مشر د ولس د هوساينې لپاره د هر ډول ګامونو ملاتړ ته د پوځ پر نه بدلېدونکې ژمنې هم ټینګار وکړ. .
د سېلاب ځپلو او رضا کارانو ستاینه
فیلډ مارشال سيد عاصم منیر د خوندي ځایونو ته لېږدول شويو سېلاب ځپلو سره هم وليدل او هغوی ته يې د بيا میشتېدو او بحالۍ ډاډ ورکړ، ده همداراز د مرستندویه عملياتو په لومړۍ کرښه کې له بوختو پوځی سرتېرو، د رېسکیو 1122 کارکوونکو او پوليسو سره وکتل او د دوی لوړې حوصلې او په سختو حالاتو کې د ولس د خدمت کولو ستاینه ی وکړه.
نور خبرونه
وبه د ترهګرۍ په توګه کارول: د هند لوري پریښودل شوو اوبو پنجاب کې ویجاړي او زیانونه رامنځ ته کړې