تازه خبرونه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کونړ له زلزله ځپلو او د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره د ننګرهار او کونړ والیانو، د سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور او د پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس ملا نورالدین ترابي او يو شمېر مسوولينو ملتیا کوله.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کونړ له زلزله ځپلو او د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د افغان دولت لوړ پورې چارواکو د زلزله زپلې سيمو دوره

دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال په دې ستر ناورین خپله خواشیني وښوده، په زلزله کې د شهیدانو پاک روح ته یې دعا او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
محترم ملا عبدلغني برادر اخوند د اسلامي امارت په استازیتوب په دې ستر غم کې ځان شریک وباله او ویې ویل، په تیرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د سختو زلزلو له امله هیوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي. حاجي ملا صاحب زیاته کړه، د امکاناتو د محدودیت باوجود اسلامي امارت پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کونړ زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی.


د حاجي ملا صاحب په وینا، دوی ټولو امارتي مسوولینو ته هدایت کړی چې مرستې را ټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو وویشي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هیواد په سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
دغه راز حاجي ملا صاحب د زلزلې له امله د زیانمنو سیمو د بیارغونې له پاره ترلاس لاندې اړینو پلانونو ته په اشارې سره وویل، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو له پاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمیدو له پاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.
اقتصادي مرستیال له ټولو هغو هیوادونو، هیوادوالو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو دمننې ترڅنګ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه پای ته ورسوي، څو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسیدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.
په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هیواد شمال ته د خپل رسمي سفر یادونه وکړه او ویې ویل، چې په سفر تللی و که نه د زلزلې په لومړۍ ورځ به یې په دغه ستر غم کې له زیانمنو هیوادوالو سره ګډون کړی و.

Related Articles

اسحاق ڈار: د پاکستان او سعودي عرب دفاعي تړون شته، او موږ د امريکا او ايران ترمنځ د منځګړيتوب لپاره چمتو يو

March 4, 2026

په راپور کې ويل شوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ۴۸۲ بريدونو مسؤليت منلی، چې په پایله کې يې ۵۵۸ کسان وژل شوي دي، او دا شمېر د ټولو تلفاتو ۵۲ سلنه جوړوي

March 4, 2026

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *