تازه خبرونه

هندي چارواکو دعوی کړې چې متقي به په راتلونکي څو میاشتو کې د هند سفر وکړي

په دې وروستیو کې ټاکل شوې وه چې افغان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند ته سفر وکړي خو د ملګري ملتونو لوري له بندیز له امله هغه د هند سفر لغوه کړو
هندي رسنیو ویلي دي چې په راتلونکي څو میاشتو کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند سفر وکړي.

هندي رسنیو ویلي دي چې په راتلونکي څو میاشتو کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند سفر وکړي.

په دې ورستونو کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي د ملګري ملتونو له لوري په سفر بندیز له امله هند ته ټاکل شوې سفر لغوه کړو او هندي چارواکو په دې اړه هڅې پیل کړې چې څنګه به دوی وکولې شي چې د متقي هند ته دا سفر بحال کړي او نوموړي په سرکاري دوره هند ته راشي.

په داسې وخت کې هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، د افغانستان د  بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د سفر بندیز سربېره هند ته د هغه د سفر لارې لټوي. .

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر سنګ جیسوال، د دغه احتمالي سفر په اړه خبریالانو ته ویلي دي چې  موږ د افغانستان له خلکو سره اوږدمهاله اړیکې لرو ، زیاته ی کړه چې موږ د افغان چارواکو سره اړیکې لرو. .»

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې په پام کې وه چې امیرخان متقي تېر اګست میاشت کې هند ته سفر وکړي خو د ملګرو ملتونو لوري نوموړي ته  د سفر د بندیز معافیت ور نه کړې شوی او هغه د هند سفر لغوه کړو. .

باید یادونه وشي چې اوس هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په  راتلونکو څو میاشتو کې هند ته سفر وکړي .

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *