تازه خبرونه

د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده

په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځ ولایتونه کونړ او ننګرهار سختو زلزله ولړځول، کونړ کې تر ۳۰۰۰ وګړي شهیدان شول
د افغانستان په په زلزله ځپلو سیمې کې ۲۳زره کورنۍ ددوی کورونه د نړیدلو له امله بې کوره شوي دي.

کونړ کې زلزلې له امله د زیان راپور په داسې وخت کې خپور شوې چې د ژمي رارسیدو سره به ددې سیمو بې کوره شوو خلکو ستونزې نورې هم زیاتې شي

په افغانستان کې د ملګري ملتونو د یو ادارې دفتر له لوري د کونړ زلزله ځپلو په اړه یو مهم خبر خپور شوي دې چې پکې غوښتنه شوې ده چې د کونړ زلزله سره دې په سمدستي توګه مالي مرستې وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي چې ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړۍوالې ټولنې د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله له شاوخوا «نیم میلیون» زیانمنو سره د مرستې لپاره په بېړنۍ توګه د ۱۳۹.۶ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه .
دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې سرچینې لیکلي چې ملګري ملتونه او شریکان یې له اغیزمنو کورنیو سره حیاتي مرستې کوي خو لا زیاتو بېړنيو مرستو ته اړتیا ده . .

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د یاد دفتر له مخې د د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده څو زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ګړندی شي او په دې سیمو کې اولس خپل عادي ژوند یو ځل بیا پیل کړي. .

دا په داسې حال کې ده چې یوناما د سپټمبر په درېیمه ویلي وو چې د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره تر دې مهاله ۵ میلیونه ډالر ځانګړې شوي دي.
په رسینو کې د چاپ یو راپور ترمخه د ملګرو ملتونو سازمان په کونړ کې د ویجاړونکې زلزلې وروسته یو خبر مخې ته راغلې وو ، په دې خبر کې ملګرو ملتونو په نړۍ غږ کړې وو چې د کونړ زلزله ځپلي نږدې ۱۴۰ میلیونه ډالر بیړنۍ مرستې راټولې کړي، تر څو د ختیځ افغانستان د زلزلې له امله اغېزمنو نیم میلیون خلکو سره مرستې وشي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *