تازه خبرونه

 د باجوړ بې کوره خلق واپس کورونو ته تللې شي: ضلعي انتظامیه

په دې وروستیو کې د باجوړ تحصیل ماموند په یو شمیر سیمو کې سربکف اپریشن ترسره شو او یو شمیر ترهګر له منځه یوړل شول
د باجوړ بې کوره شوو کورنیو لپاره یو ښه خبر مخې ته راغلې

باجوړ کې د اپریشن سربکف له امله په سلګونه کورنۍ بې کوره شوې ،ځایی انتظامیه وایی وس خلق کولې شي دوی واپس خپلو کورونه ته راشي.

د ضلع باجوړ د تحصیل ماموند هغه بې کوره شوې کورنۍ چې په سیمه کې د ترهګرو په ضد سربکف اپریشن له امله اغیزمن شوې وو، وس واپس بیرته خپلو کورونو ته تلل شي.

د باجوړ ضلعي انتظامیه لوري په یو خپور شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د الله تعالی د فضل او کرم په برکت امنیتي ځواکونو لاندې ورکړل شوي کلي په بشپړ ډول صفا کړي دي او  په دغو سیمو کې حالات عادي شوي او د دولت بشپړه واکمني بېرته ټینګه شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې وایی چې د تحصیل ماموند لارکلان، برکلین، غني شا او چمیار جوړ سیمې صفا کړ شوي دي او بې کوره شوې کورنۍ وس دې سیمو ته واپس تللې شي، په مراسله کې وایی چې ریاست به دې اولس ته بشپړه امنیت ورکوي او دوی سره به بشپړه همکاري کولې شي.  

ضلعي اداره، په پيغام کې وایی چې  د یادو سیمو د اوسېدونکو د صبر، زغم او قربانیو ستاینه کوي او ژمنه کوي چې د ټولو اغېزمنو کورنیو په عزت سره او په بشپړه خفاظت سره د  ستنېدلو په اړه ډاډ ورکوي

په دې لړ کې، ځایی انتظامي اداره وایی چې  خبر ورکول کېږي چې د یادو سیمو اوسېدونکي کولای شي له خپلو کورنیو سامانونو سره خپلو کورونو ته ستانه شي او په امن کې ژوند وکړي. دولت به دوی ته بشپړه امنیتي ساتنه او مرسته برابره کړي

په خبرپاڼه کې وایی چې د  پاتې سیمو د اغېزمنو کورنیو ستنېدل به هم وار په وار کې او په منظم ډول ترسره کېږي، چې دا به د اړوندو سیمو د بشپړه پاکولو وروسته عملي کېږي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په دې لنډو تیرو ورځو کې د باجوړ په تحصیل ماموند کې د ترهګرو په ضد د عملیاتو پریکړه وشوه او په سلګونو ځایی خلقو خپل کورنونه پریښودل او نور سیمو ته کډه شول.

د اپریشن سربکف وروسته، د امنیتي سرچینو په وینا وس دا علاقې له ترهګرو پاکې شوې ، په اپریشن کې ګڼ شمیر ترهګر له منځه یوړل شوه او سیمې له ترهګرو پاکې شوي دي.

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *