د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې،ګل په ورځ په ټولنیزو رسنیو ایکس یو ځانګړې پیغام خپور کړې دې، په پیغام کې ی له نړۍ هیوادونو څخه ځانګړې مننه کړې چې په افغانستان کې د ویجاړونکي زلزله ځپلو لپاره مرستې وکړې او د افغانستان حکومت سره په دې سخت وخت کې خواشيني څرګنده کړه.
افغان بهرنیو چارو وزارت د پیغام لاندې ددې هیوادونو پاکستان ، بنګله دیش ، ملایشیا، ترکي، مصر، هند ، سعودي عربستان ، یو اې اي، اسټریلیا، جرمني، پولینډو امریکا، ناروې، فرانس، انګلینډ او شام بیرغونه لګولو سره ددې هیوادونو څخه ځانګړې مننه کړي ه چې افغانستان سره د زلزله ځپلو لپاره مرستې را ولیږلې او په دې سخت وخت کې ی افغانستان سره خواشينې څرګنده کړه.
دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د افغانستان په ختیځ ولایتونو کونړ او ننګرهار کې اونۍ وړاندې دا ولایتونه سختو زلزلو ولړځول چې له امله ی په کونړ کې سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه وزارت د ههېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزله ځپلو سره د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د خواخوږۍ او بشري مرستو له امله مننه کوي .
دا وزارت په دې پیغام کې وایی چې ۴۸ هېوادونو سربېره د نړېوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله چې ګڼ خلک پکې شهیدان او ټپیان شوي خواخوږي شریکه او یا یې هم بشري همکارۍي ړې ده. دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وړمه ورځ کابل کې د یوه کنفرانس په مهال ویلي وو چې د ختیځ زلزله ځپلو سره د هېوادوالو سربېره د نړۍ بیله بیلو د هېوادونو پراخه غمشریکي او مرستې د اسلامي امارت حکومت د بې طرفه سیاست پایله ده.