تازه خبرونه

محمد ﷺ سترلارښود: لنډي کوتل کې د عشره رحمت العالمینﷺ لویه دستوره

په دې دستوره کې د خیبرپښتونخوا بیله بیلو سیمو راغلو دینی عالمانو، شاعرانو او یو شمیر نور د ټولنیزو تنظیمونو مشرانو ګډون وکړو او په خپلو وینا ګانو او شعرونه کې ی محمدﷺ دې نړۍ ته راتګ روښانه سهار او د خلاصي لاره وبلله

1 min read

شاعرانو او عالمانو په خپلو ویناګانو کې د آخري پیغمبر محمد دې نړۍ ته راتګ اولارښوونې په درنو ټکو وستایلې

لنډي کوتل کې د نړۍ ستر لارښود محمد د نړۍ ته راتګ یو سپین سهار او د انسانیت لپاره د لوړو اخلاقو یوه لویه نمونه وبلل شو


لنډي کوتل: د لنډیکوټل تحصیل په جرګه هال کې د د نړۍ ستر لارښود او عشره رحمت اللعالمین  نمانځلو يوه لیوه درنه غونډه او نعتېه مشاعره  د عېد مېلادالنبيﷺ او امېر حمزه بابا شېنواري په مناسبت    تابیا شوې وه۔دا درنه دستوره د سینیټر ډاکټر نورالحق قادري په ځانګړې لارښوونه راجوړه  شوې وه.

دغونډې وروسته صوبایې وزېر محمد عدنان قادري د حمزه بابا د اخري نبي محمد ﷺ سره مېنه او دهغوی ﷺ په درناوي کې دحمزه بابا لېکلي شعرونه وړاندې کړل.  

د بشپړ تفصیلاتو ترمخه  د ضلعي انتظامیې او د ضلع ځوانانو چارو محکمې   تر سیورې لاندې د عشره رحمت للعالمین ﷺ په اړه یوه ستره  دستوره په تحصیل لنډیکوټل کې ترسره شوه. .

په دې دستورې کې د خیبرپښتونخوا د اوقاف او مذهبي چارو وزیر محمد عدنان قادري، د لنډیکوټل اسسټنټ کمشنر کیپټن (ر) افراسیاب زبیر هندل، د یوتهه افیئرز افسر ساجد آفریدي او د پښتو ادب یو لوی ستورې او شاعر پروفیسر اباسین یوسفزوی ګډون وکړ،.

په غونډه کې  په سلګونو علماوو، شاعرانو، ښوونکو او د بېلابېلو ټولنیز تنظیمونو مشرانو ،ځایی مشرانو او په ګڼ شمیر کې ځوانانو په دې  دستوره کې برخه واخیسته. .

په دستوره کې د پښتو ادب شاعرانو د نعت خوانۍ، شعرونو او خپلو ویناګانو له لارې  آخري نبي حضرت محمد  ﷺ د ژوند او د هغه په لارښوونه رنړا واچوله.

صوبایی وزیر محمد عدنان قادري هم خپله وینا وکړه او آخري نبي حضرت محمد ﷺ ته ی په خپله وینا او د حمزه بابا شعرونو له لارې د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې.

نوموړي اوویل چې حضرت محمد ﷺ د ټولې نړۍ انسانانو او انسانیت یو لوی لارښود دې، ټینګار ی وکړه چې د هغه ژوند زمونږ ټولو لپاره د امن او خوشحالۍ یوه لویه نمونه ده.

د لنډیکوټل اسسټنټ کمشنر کیپټن (ر) افراسیاب زبیر هندل ، پروفیسر اباسین یوسفزي، پروفیسراسیر منګل، ډاکټر کلیم شینواري، ډاکټر تواب شاه شینواري او یو شمیر نورو شاعرانو او مشرانو حضرت محمد ﷺ دې دنیا ته راتګ باندې د شعرونو په ژبه کې رنړا واچوله او د هغه ژوند ی ددې نړۍ او انسانانو لپاره د امن او خوشحالۍ یو وسیله وبلله.

دلته باید یادونه وشی چې د دستورې بنیادي مقصد هم دا وو چې  د نبي کریم ﷺ د سیرت طیبه او د هغه لارښوونه په عام اولس کې عامه شي،ترې خبر شي څو خلک خپل شخصي او ټولنیز ژوند په دې  اصولو ودروي کوم چې ۱۴ سوه کاله وړاندې ټاکل شوي دي. . د دستورې په پای کې ګډون کوونکو دیني عالمانو، شاعرانو او د پروګرام منتظمینو ته د هغوی د ښه رول لپاره  اعزازي شیلډونه ورکړل شول.

Related Articles

په تورخم پوله د افغان ټرانزټ ټریډ سره تړلي سوداګر غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې انټرنیټ سهولتونه چټک کړې شي

September 23, 2025

وژلي شوي ملزمانو څو ورځې وړاندې پوليس کانسټيبل فصيح الدين په ډزو شهيد کړې وو

September 23, 2025

د سرچینو ترمخه د خیبر وادي تیراه په متره سیمه کې د ټي ټي پي یو مرکز کې بارودي مواد ځای په ځای شوې وو چې وچاودیدل او تر ۱۰ لسو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو

September 23, 2025

خارجه وزيراسحاق ډار د مينځي ختيځ امن بحالۍ لپاره د پاکستان هلې ځلې جاري ساتو د عزم اظهار کړېدے

September 22, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *