تازه خبرونه

د کونړ زلزله ځپلي په اسلام آباد کې د یوی غونډې په ترڅ کې یاد شول

پایه تخت اسلام آباد کې یو تعزیتي کتاب کیښودل شول چرته به چې د نړۍ هیوادونو استازې د کونړ زلزله ځپلو په یاد کې خپلې څرګندونې ولیکي.
پایه تخت اسلام آباد کې محمد صادق د کونړ شهیدانو په یاد کې پرانستل شي کتاب کې خپلې څرګندونې ولیکلې ـ

پایه تخت اسلام آباد کې د افغانستان په سفارتخانه کې د کونړ زلزله ځپلو په یاد کې د درنې غونډې ګډون والو د کونړ شهیدانو ته دعاګانې وکړې ـ

اسلام آباد: پایه تخت اسلام آباد کې د افغانستان سفارتخانې نن د جمعې په ورځ  په اسلام‌اباد کې په کونړ کې د وروستي زلزلې د شهيدانو د ياد په درناوي کې یوه غونده وشوه او یو  تعزيتي کتاب کیښودل شوـ  د کوربه هېواد د لوړو حکومتي چارواکو، بهرنیو سفارتکارانو، دیني عالمانو، خبريالانو او ټولنيزو مشرانو په دې غونډه کې  ګډون وکړ او خپل د زړه له کومي تعزيتي پيغامونه یې وليکل ـ

د خيبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان، د قومي وطن ګوند مشر او پخوانی د کورنيو چارو وزير آفتاب خان شېرپاو، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، د کسټمز وفاقي محتسب ډاکټر آصف محمود جاه په ګډون ګڼ سياسي او ټولنيز مشران موجوړ ووـ .

سربېره پر دې، د روس سفير البرت خوریف، د قازقستان سفير یرژان کستافین، د ویتنام مرستیال سفیر فمان توان، د اسلام‌اباد دارالافتاء مشر ډاکټر مفتي عقیل پیرزادہ، د جمعیت علما اسلام مشر مولانا صلاح الدین ایوبي، او د جماعت اسلامي د بهرنيو چارو مشر آصف لقمان قاضي هم په دې درنه غونډه کې ګډون وکړوـ.

ګډونوالو له افغان سفير محمد سردار احمد شکیب سره وليدل او د زلزلې په پايله کې د شهيد شوو کسانو لپاره یې ژوره خواخوږي او غمرازي څرګنده کړه. په دې مهال د شهیدانو روحونو ته  دعا وشوه او د ددوی کورنیو لپاره هم ځانګړې دعاګانې وشوې ـ

په افغان سفارتخانه کې دا فاتحې غونډه او د تعزيتي پيغامونو ليکل لا هم روان دي او د بېلابېلو ټولنو استازې  برخه اخلي، افغان چارواکو سره خواشیني څرګندوي او دوی سره د مرستو ژمنه هم کوي ـ. دلته باید یادونه وشي  چې د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د افغانستان په کونړ ولايت کې شوې زلزله کې له ۲۲۰۰ زيات کسان شهیدان شوي دي، تر شپږ زرو ۶۰۰۰ کورونه هم  نړیدلې دي ـ

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *