تازه خبرونه

په تورخم پوله دې د کونړ زلزله متاثرینو لپاره بیړنۍ طبي مرکز جوړ شي: قاري نظیم ګل شینواري

د غم په دې سخت وخت کې خپل افغان ورونړه بیل نه شو پریښودلې: قاري نظیم ګل شینواري
په تورخم پوله دې د کونړ زلزله متاثرینو لپاره بیړنۍ طبي مرکز جوړ شي: قاري نظیم ګل شینواري

قاري نظیم ګل شینواري ویلي دي چې د غم په دې وخت کې د افغانستان اسلامي امارت او افغان کام سره د خواشینۍ څرګندونه کوي

په پاک افغان پوله تورخم د لنډي کوتل سیمې یو مشهور او تکړه سماجي او کاروباري شخصیت قاري نظیم ګل شینواري په یو بیان کې ویلي دي چې دوی د کونړ د زلزلې له اغېزمنو سره ولاړ دي او په دې غم کې ورسره شریک دي او دوی سره د خواشینې څرګندونه کوي

هغه وویل، د افغانستان د اسلامي امارت له حکومت او ولس سره د دې لوی قدرتي ناورین له امله رسیدلې مالي او ځاني زیان کې برابر شریک یو۔

نوموړي زیاته کړه چې افغانان زموږ وروڼه دي او موږ به یې هېڅکله په سختو شېبو کې بیل پرینږدو

قاري نظیم ګل شینواري له اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه وکړه چې د تورخم په پوله دې د کونړ او ننګرهار له اغېزمنو لپاره ځانګړې اسانتیاوې ورکړل شي او د دوی لپاره دې په بارډر ځانګړی بیړنی طبي مرکز جوړ شي چې د کونړ او ننګرهار زلزله متاثرینو لپاره د علاج اسانتیاوې ورکړي

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *