تازه خبرونه

ضلع خیبر کې سیلابي څپو ویجاړي رامنځ ته کړې

د طوفاني باران له امله په سیمه کې د موبایل او انیټرنیټ سروس هم اغیزمن شوې چې له امله ی ځایی اولس خپلو خپلوانو سره په اړیکه نیولو کې د سختو ستونزو سره مخ دي
ضلع خیبر کې سیلابي څپو ویجاړي رامنځ ته کړې

سختو سیلابي څپو د پیښور او تورخم لویه لار هم بده زیانمنه کړې ده چې له امله ی په دې لویه لار تګ راتګ ډیر اغیزمن شوي دې

لنډی کوتل : د خیبر ضلعې په بېلابېلو سیمو کې نن د خالي په ورځ د طوفاني بارانونو له امله سخت تاوانونه او ویجاړي رامنځته شوې ده

باران له امله د سیلابي څپو د پشاور او تورخم په لویه لار حفاظتي دیوالونو او پلونو ته سخت زیان ورسولو او په ګڼو سیمو کې د سیلابي څپو اوبه کورونو ته ورننوتې چې له وامله ی کورونو ته سخت زیان اوښتې دې

په ځینو ځایونو کې د تګ راتګ پلونه هم د اوبو په زور وران شوي، چې له امله یې د ټرافیک بهیر بند شوی و، د علي مسجد او کهټه کشته په سیمو کې په تورخم پیښور لوی لار سیلابي څپو سرک ته زیان رسولې دې خو د اړوندو ادارو د بیړنیو هڅو وروسته سړک بېرته خلاص شوی دی

د سیمې د سرچینو په وینا، په لنډي کوتل کې څو کورونه او دولتي ښوونځي د سیلاب له امله اغېزمن شوي دي. په جمرود تحصیل کې هم د علي مسجد او کهټه کشته په سیمو کې د پلچکونه دسیلابي اوبو له منځه وړي او د سرک حفاظت لپاره دیوالونو ته یې زیان رسولې دې

ټرافیک او نورو حکومتي ادارو مامورین د بیړني عملیاتو له لارې سړک بیا پرانستلو هڅې کوي، ټریفک ی بحال کړې دې خو سرچینې وایی چې په تګ راتګ کې ستونزې رامنځ ته شوي دي

د ځایی سرچینو ترمخه د لنډي کوتل په خیبر سیمه کې د سنګین افریدي کور د سیلابي څپو له امله بد زیانمن شوې دې او د هغه کور ته ی ډیر زیان اړولې دې

د سینیټر نورالحق قادري او د اوقافو صوبایي وزیر عدنان قادري په ځانګړو لارښوونو د متاثره کورنیو لپاره خیمې برابرې شوې دي. د تحصیلدار تیمور په مشرۍ کې دا مرستې اغېزمنو خلکو ته رسېدل شوي دي

ځایی سرچینو ترمخه د خیبر په سیمه کې سیلابي څپو له امله ګڼ شمیر کورونه بد اغیزمن شوي دي او د کورونو چاردیوارۍ نړیدلې دي

بل لور ته د تورخم پولې شاوخوا سیمې هم د سیلابي اوبو لاندې شوې دي. د سرچینو په خبره، په پوله دفترونو او جوماتونو کې هم اوبه ورننوتې او تاوانونه یې اړولي دي

تورخم بارډر هم پرانستل شو

یادونه باید وشي چې پرون د لنډي کوتل د چارباغ سیمې ته نېږدې د افغانستان له اړخه د سنایپر ډزې شوې وې، چې پکې د ایف سي یو زړور سرتېری شهید شوی و. د پېښې وروسته د سرحدي ځواکونو له لوري کلکې ځوابي ډزې وشوې او د لنډ مهال لپاره پوله تړل شوې وه، خو اوس د تګ راتګ لپاره د تورخم پوله پرانستل شوې ده.

په سیمه کې موبایل او انیټرنیټ سروس هم اغیزمن شوې

نن د خالي په ورځ د سخت باران او سیلابي څپو له امله په سیمه کې د موبایل او انټرنیټ سهولت هم اغیزمن شول چې له امله ی ځایی اولس د سختو ستونزو سره مخ شول.

د ځایی سرچینو ترمخه د باران او سیلاب وروسته په سیمه کې د موبایل او انټرنیټ سهولت بیا فعال شوې دې او ځایی اولس د خپلو خپلوانو او د کور غړیو سره اړیکې بحال شوې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *