کابل : د افغان طالبانو پر وړاندې د زیاتو فشارونو راپورونه مخې ته راغلي دي ځکه چې د خلیج یو هیواد له خوا ورکړل شوې مرستې، چې د تحریک طالبان پاکستان د کورنیو د بیا میشتېدو لپاره په غزني ولایت کې ځانګړې شوې وې، د شفافیت د نشتوالي له امله تر پوښتنې لاندې راغلې دي
دغه ابتدایې پروژه چې شپږ میلیونه ډالره ورته ځانګړې شوي وو ، موخه یې د شاوخوا ۲ زره کورنیو کډه کول او د هغوی غیرمسلح کول وو. خو د مالي حساب کتاب او د بیا میشتېدو د دقیقو جزیاتو نشتوالي له امله ی شکونه زیات کړي دي
مرستې ولې ځنډول شوې
د خلیج مرسته کوونکي هیواد د پروژې ملاتړ د سیمې د ثبات لپاره یو مهم ګام بللی و، خو د طالبانو د شفاف اسنادو نه وړاندې کوو له امله یې نورې مرستې ځنډولې دي
چارواکي تایدوي چې د نورو کورنیو د بیا میشتېدو لپاره مالي مرسته به تر هغه وخته بنده پاتې شي، څو دا ثابته نه شي چې کورنۍ لا هم په غزني کې دي او بیرته پاکستان ته نه دي ستنې شوي
د لویدیځو هیوادونو ملاتړ هم کمزوری شوی، ځکه هغوی پر طالبانو باور نه لري چې اوږدمهاله ژمنې عملي کړي. څارونکي وایي چې د طالبانو له خوا د بې وسلې کولو ژمنه تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې
د پاکستان اندېښنې
اسلام اباد مخکې د دې لپاره ۳۰ اربه روپۍ ځانګړې کړې وې چې د وسلهوالو د بیا میشتېدو پروسه اسانه کړي، خو دغه پلان د افغان مشرانو پر وړاندې د بې باوریو له امله ناکام شو. په ۲۰۲۱ کال کې د اوروزګان ولایت ته د لښکر اسلام د جنګیالیو د کډه کولو باوجود، هغوی یو ځل بیا د خیبر د تیراه وادۍ ته ستانه شوي، چې د پاکستان اندېښنې یې لا زیاتې کړې دي۔
د استخباراتي راپورونو له مخې، د افغان طالبانو یوه ډله لا هم له ټي ټي پي سره اړیکې لري.
همدارنګه ویل کېږي چې د بلوچستان یاغیان هم په افغانستان کې پناه موندلې ده. دا وضعیت د پاکستان د امنیتي محاسباتو لپاره جدي ستونزې جوړوي او د بهرنیو مرستو د بیا میشتېدو پروژو د اغېزمنتیا په اړه شکونه زیاتوي.
ډیپلوماټیکې اغېزې
دا موضوع په همدې اونۍ کې په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ غونډه کې هم راپورته شوه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دغه غونډه کې حاضر نه و، ځکه د ملګرو ملتونو له لوري د سفر معافیت ور نه کړل شو.
دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې راپورونه وایي چې د امریکا متحده ایالاتو د دې معافیت مخه نیولې ده.
طالب وزيران لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې دي، او د نړیوالو سفرونو لپاره ځانګړي استثنا ته اړتیا لري. د متقي پلان شوې سفر هند ته هم د همدې دلیل له امله لغوه شوې دې.
د تحریک طالبان پاکستان د بیا میشتېدو د پروژې د مرستو ځنډېدل څرګندوي چې د سیمې د هڅو لپاره د وسلهوالۍ د ستونزې د حل په موخه د بیا میشتېدو پروګرامونه له جدي ننګونو سره مخامخ دي. پرته له شفافو مالي راپورونو او د وسلو د ایښودلو د قوي ضمانتونو، مرسته کوونکي هېوادونه نه غواړي نورې سرچینې او ملاتړ ورته برابر کړي