تازه خبرونه

چلاس: د ګلګت بلتستان سکاوټس په چيک پوسټ د ترهه ګرو حمله، نائب صوبيدار بشمول دوه اهلکار شهيد

وزيراعلي ګلبر خان د پيښې نوټس اخستې، حمله کښې ککړ کسان ګرفتارولو او ورته سخته سزا ورکولو هدايت ئې کړېدے
چلاس: د ګلګت بلتستان سکاوټس په چيک پوسټ د ترهه ګرو حمله، نائب صوبيدار بشمول دوه اهلکار شهيد

چلاس:ترهه ګرو حمله،ګلګت بلتستان سکاؤټس درې اهلکار شهيد

د ګلګت بلتسستان حکومتي وياند فيض الله فراق لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د ديامر ضلعې په هډر سيمه کښې ناپيژندلې وسله والو د سکاوټس اهلکارو په يو چيک پوسټ حمله کړي وه ، د حملې دوران نائب صوبيدار او دوه نور سيکيورټي اهلکار شهيد شوي او يو اهلکار ژوبل شوي وو۔ حمله کونکي د شپے د تياره نه فائده پورته کړې او تيښته کښې بريالي شوي وو،د بريد سمدستي وروستو سيکيورټي اهلکارو سيمه ولقه کښې اخستي او د شرخوښو خلاف ئې سرچ آپريشن شورو کړېدے، د ګلګت بلتستان وزيراعلي حاجي ګلبر خان د دې پيښې نوټس اخستې او د متعلقه چارواکو نه ئې رپورټ غوښتې دے ، وزيراعلي په پيښه کښې ککړ کسان په فوري توګه ګرفتارولو او ورته سخت سزا ورکولو حکم کړېدے ۔ د صوبائي حکومت وياند فيض الله فراق د ترهه ګرو حمله بزدلانه کارروائي ګرځولي او وئيلي ئي دي چې هيچا ته به د ګلګت بلتستان امن د خرابولو اجازت ورنه کړو پيښه کښې ککړ کسان به ډير زر ګرفتار کړو۔ بريد کښې ژوبل سيکيورټي اهلکار چلاس هسپتال ته منتقل کړي شوېدے

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *