تازه خبرونه

په جرمني فشار: د افغانان قبلولو پروسه ی بیا فعاله کړې

د جرمني بشري پروګرام په اصل کې د هغو افغانانو لپاره جوړ شوی و چې د طالبانو تر واک لاندې له خطر سره مخ وو، خو د مهاجرت د محدودولو په پراخې تګلارې کې ځنډول شوی و

1 min read

په جرمني فشار: د افغانان قبلولو پروسه ی بیا فعاله کړې

د جرمني لوري د افغانانو په قبلولو بندیز اوچتیدل، د قانوني فشارونو په مستقیم غبرګون کې شوې . مرستندويه ډلو او افغانانو د پروګرام د ځنډ پر ضد ګڼې قضيې پورته کړې وې او د دې ګام قانونيت یې پوښتنې لاندې راوستی و

August 27, 2025

برلين – د اوږد ځنډ وروسته جرمني د افغانانو د بیا میشتېدو پروګرام بېرته فعال کړې دې

د اوږدې مودې د ځنډ او بندیز وروسته، جرمني بالاخره پرېکړه کړې چې هغه افغانان ومني چې د بیا میشتېدو ژمنه ی ورسره کړې وه. دا خبره د سه شنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي تایید کړه

دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه رانژدې شوې ده او شاوخوا دوه زره افغانانو ته یې د امید وړ خبر ورکړی دی

د جرمني بشري پروګرام په اصل کې د هغو افغانانو لپاره جوړ شوی و چې د طالبانو تر واک لاندې له خطر سره مخ وو، خو د مهاجرت د محدودولو په پراخې تګلارې کې ځنډول شوی و. د دې ځنډ له امله ګڼې کورنۍ په پاکستان کې بند پاتې شوې وې، سره له دې چې دوی ته د رسمي قبولو سندونه ورکړل شوي وو

د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي وويل: “د تائید پروسې بېرته پيل شوې دي”، او زياته يې کړه چې د جرمني کارکوونکي اوس په پاکستان کې موجود دي ترڅو د قبولو پروسه پر مخ بوزي

د قانوني فشارونو له امله پرېکړه

دغه پرېکړه د قانوني فشارونو په مستقیم غبرګون کې شوې ده. مرستندويه ډلو او افغانانو د پروګرام د ځنډ پر ضد ګڼې قضيې پورته کړې وې او د دې ګام قانونيت یې پوښتنې لاندې راوستی و

د جرمني د کورنيو چارو وزارت، چې په لومړي سر کې يې پروګرام ځنډولی و، ومنله چې د محکمې له پرېکړو سره سم عمل کول اړین دي. د وزارت يو چارواکي وويل: هغه افغانان چې “محکمې پرېکړه کړې چې ویزې ورکړل شي او د داخلېدو اجازه ورکړل شي، به په تدريج سره د امنيتي کتنو وروسته جرمني ته داخل شي.” خو لاهم روښانه نه ده چې په لومړي پړاو کې څومره کسان شامليږي، ځکه دوی د پاکستان د وتلو جواز ته اړ دي

ماتېاس لينرټ، چې د ځینو هغو افغانانو وکیل دی چې په محکمه کې بريالي شوي، دا خبر خپلو مراجعینو ته ورکړ، او هغوی يې “ډېر خوشحاله” کړل. خو نوموړي د حکومت له دې کبله خفګان ښکاره کړ چې پرته له محکمې حکمونو هېڅ ګام نه پورته کوي. هغه وويل: “دا ټولې قضيې د محکمې له لارې پرمخ تللې دي،” او زياته يې کړه چې فدرالي حکومت “یوازې مطلق لږ تر لږه” اقدام کوي. نوموړي په نورو قضیو کې د حکومت پر بې‌عملۍ کلکه نيوکه وکړه او دا یې “شرموونکی” وباله

د پاکستان د کډوالو د ایستلو پالیسي کې بیړنی حالت

په پاکستان کې د افغان کډوالو د مرحلې وار ایستلو پالیسي، چې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د ناقانونه افغانانو شړل هدف ګرځوي، حالت خورا جدي کړی دی. دا د هغو افغانانو لپاره هم خطر دی چې د جرمني د بیا میشتېدو پروګرام کې شامل دي، ځکه که ژر ونه منل شي، ښايي بېرته افغانستان ته وشړل شي

محکمې د لينرټ د مراجعينو په قضيې کې په همدې حساس خطر ټینګار کړی و او پرېکړه یې کړې وه چې د دوی د ایستلو مخه ونیول شي

پر پاکستان د لوېديځ ځنډ فشار

د لوېديځو هېوادونو، په ځانګړې توګه د جرمني، د ځنډ له امله د پاکستان پر اوږو دروند بشري او مالي بار پرېوتی دی. پاکستان له مخکې نه د نړۍ له سترو کډوال مېشتوونکو هېوادونو څخه دی. سره له دې چې ځينې هېوادونه افغان کډوال په ناڅاپي ډول شړي، خو پاکستان دا کار په يوه منظم ډول کوي چې د کورنیو لپاره یې وخت ډېر محدود کړی دی

اېوا بایر، د “کابل لفت بروکه” (Kabul Air Bridge) د مرستندويه ډلې د مدافع افسرې، وویل چې کورنۍ د اوږدې مودې راهیسې انتظار باسي – ځینې یې مياشتې او آن کلونه د وتلو په تمه دي. هغې زياته کړه چې که څه هم هغه کورنۍ چې د محکمې پرېکړې یې ترلاسه کړې، ډېر ژر به د الوتنې اجازه ولري، خو هغوی به په تجارتي الوتکو کې سفر وکړي، نه په ځانګړو (چارټر) الوتنو، چې دا د لوژستیکي او مالي فشار څرګندونه کوي

که څه هم دا يوه کوچنۍ بریا ده، خو د اغېزمنو کورنيو لپاره ډېره مهمه ده. دا لا هم د هغو پراخو ستونزو انځور وړاندې کوي چې د امنيت په لټه کې د تېښتې پر مهال رامنځته کېږي، او د دولتونو پر غاړه د هغو بشري مکلفیتونو يادونه کوي چې په اخلاقي لحاظ دروند بار لري

دلته باید یادونه وشی چې د لومړۍ ډلې افغانان د نوي ژوند د پيلېدو په تمه دي، خو د هغو نورو لپاره چې په نامعلوم حالت کې بند پاتې دي، راتلونکی لا هم ناڅرګند دی

Related Articles

د امريکا غوښتنه د منطقې په هيوادونو څه اثرات غورځوولې شي؟

September 22, 2025

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *