تازه خبرونه

بلوچستان کې د ترهګرو په ضد عملیات: د ترهګرو مړي افغانستان ته انتقال شوي

د عملیاتو پر مهال وژل شوي ۵۷ افغان ترهګرو مړي د افغانستان د پکتیکا ولایت مرکزي روغتون ته استول شوي دي چرته نه به چې دا خپلو کورنیو ته وسپارل شي
بلوچستان کې د ترهګرو په ضد عملیات: د ترهګرو مړي افغانستان ته انتقال شوي

د بلوچستان په کیچ، مستونګ، تربت، تمپ او پنجګور سیمو کې دا عملیات ترسره شوي دي

اسلام آباد: بلوچستان او د سرحدي سیمو کې پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري ترهګرو په ضد عملیات؛ ۶۶ ترهګر وژل شوي، ۲ نیول شوي، ۶ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي

د امنیتي سرچینو په وینا بلوچستان سرحدي سیمو کې د ټي ټي پي او بلوڅ بیلتون خوښو او ددوی ۶ پټنځایونه په نښه شول او په بریالیتوب سره له مینځ یوړل شول

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د بلوچستان په کیچ، مستونګ، تربت، تمپ او پنجګور سیمو کې ترسره شوي دي.

پاک ـ افغان بارډر سره د ترهګرو په ضد عملیات


بل لوري ته د پاک ـ افغان بارډر سره د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي ۵۷ افغان ترهګرو مړي د افغانستان د پکتیکا ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وایي، یاد ترهګر غوښتل چې پاکستان ته دننه شي او د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کړي خو پاکستاني ځواکونو ددوی داخلیدل شنډ کړل او دوی له منځه یوړل

د راپورونو له مخې، د عملیاتو له ترسره کېدو شاوخوا ۱۵ ورځې وروسته افغان چارواکو ته د دغو مړو د سپارلو پروسه بشپړه شوه. افغان اداره به له دغو جسدونو څخه ګڼ شمېر نورو ولایتونو ته ولېږي څو د خپلو کورنیو ته ی وسپارل شي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *