تازه خبرونه

اسلام آباد د امن خبره کوي،کابل ورته د غشو شعرونه واېی

د رحمان بابا په شعرونو کې افغانستان لپاره هم مهم پیغام دې، که دوی ټي ټي پي ته پټځایونه ورکوي نو بیا به د رحمان د غشو د ویشتلو په خپله افغانستان هم ښکار شي.

1 min read

اسلام آباد د امن خبره کوي،کابل ورته د غشو شعرونه واېی

د افغانستان وزیر خارجه امیر خان متقي د شعرونه په ژبه د خبردارۍ پیغام د زلمي خلیلزاد هغه بیان وو چې دا اور ی تازه کړو

August 21, 2025

د اګست پر ۱۹مه، افغانستان د خپلواکۍ ورځ په رسمي مراسمو کې ونمانځله، خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د رحمان بابا په شاعرانه بیتونو کې ګاونډیان په نښه کړل. هغه په ښکاره توګه پاکستان ته پیغام ورکړ چې د افغانستان لپاره “بد خوبونه مه وینئ.” دا خبرې یوازې څو ورځې مخکې شوي، له هغې مخکې چې اسلام‌اباد د افغان کډوالو او فعالانو د یوې ناستې کوربه‌توب ته چمتو کېږي۔

زلمي خلیلزاد اور تازه کړې

د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم پر همدې موضوع اور اچولی و. هغه پر پاکستاني استخباراتو تور پورې کړ چې د غونډې تر شا ولاړ دي، او دغه ابتکار یې “تحریکوونکی” او “غیرمناسب” وباله. د خلیلزاد خبرې د طالبانو لپاره د تیارې په شان وې، هغوی ژر د دې ناستې تعبیر د “اسلام‌اباد پلان” په نوم وکړ چې ګواکې د هغوی واکمنۍ د تخریب یوه هڅه ده.


د شعر او عمل ترمنځ واټن


خو سیاست داسې ساده نه دی لکه څنګه چې متقي یې انځوروي. یوازې یوه ورځ وروسته له دې نیوکو، همدغه متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار او د چین له وزیر وانګ يي سره په کابل کې پر یو مېز ناست و. درې اړخیزه غونډه، چې د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې او اقتصادي پروژو ته ځانګړې شوې وه، په حقیقت کې د طالبانو د مشروعیت لټون څرګندوي. که طالبان پاکستان او چین ته لاس غځوي، نو ولې اسلام‌اباد ته د یوې علمي ناستې په اړه دسیسه جوړوي؟

دا هغه تضاد دی چې د طالبانو د سیاست ټول ماهیت څرګندوي. کابل پر پاکستان تور لګوي چې ګواکې مخالفینو ته ځای ورکوي، خو د ملګرو ملتونو راپورونه تایدوي چې طالبان په خپله د ټي ټي پي او بلوچستان بیلتون خوښي او د نورو ناقانونه ډلو ملاتړ کوي.

روزنیز کمپونه، مالي مرستې او د سرحدي بریدونو مدیریت ټول د کابل له خاورې کېږي۔

پاکستان د افغان خاورې د بریدونو قرباني دی، خو بیا هم طالبان د یوې ملکي غونډې په اړه شور جوړ کړی دی او دا د افغانستان لپاره یوه دسیسه بولي خو ددوی دا تورونه بې بنیاده دي.

پاکستان، احتیاط او فرصتونه


په داسې حال کې چې طالبان د شعرونو په ژبه خبرې کوي، پاکستان هڅه کوي ځان د سولې د منځګړي په توګه وښيي. د افغان پخوانۍ پارلماني غړې فوزیه کوفي هم دغه ابتکار “مثبت” وباله.

اسلام آباد روښانه کړې چې دا ناسته علمي ده ،سیاسي نه ده ، دا غونډه دسیسه بلل په حقیقت کې د افغان کډوالو له دې حق څخه انکار دې چې د خپل هیواد په راتلونکې کې او په پرمختګ کې برخه واخلي.

پافغانستان که غواړي د سوداګرۍ مرکز شي، باید له وسله‌والو ډلو د ملاتړ سیاست پرېږدي. پاکستان هم باید داسې ګامونه وانخلي چې کابل یې دښمنانه تعبیر کړي. که دواړه لوري په واقیعت کې د ثبات غوښتونکي وي، نو د سي‌پېک غځېدل تر افغانستان پورې د ټولې سیمې د بدلون یوه تاریخي موقع ده.


د رحمان بابا پیغام افغانستان لپاره هم دې


د رحمان بابا په دې شعر کې چې ته چې بل په غشو ولې هسې پوي شه : چې هم دا غشي په ستا په لور ګوزار شي، په دې شعر کې د افغانستان لپاره هم یو پیغام او خبردارۍ دې.
افغانستان که ترهګرو ته پټځایونه ورکوي نو دا غشي به ی هم ددوی په خاوره راولویږي.
رحمان بابا ویلي: “هغه غشی چې پر بل ویشي، ستا پر لور راګرځي.” دا خبره نن د کابل او اسلام‌اباد لپاره تر هر وخت پوره رښتیا ښکاري. افغانستان که د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، غشي به یې پر خپله خاوره راولویږي .
د سیمې سوله نازکه ده. هره پارونه، که واقعي وي او که تصوراتي، دروند قیمت او بدې اغیزې لري. اوس وخت د شعرونو نه، بلکې د روڼتیا، زغم او دوامداره خبرو دی. د مسولیت لاره په زغم ، د امن لپاره په خبرو اترو او تر ټولو زیات په ثبات او پرله پسې تګلاره کښې نعښتې دې

Related Articles

له افغان طالبانو لوري نیول شوي کسان د پنجشیر له یوې کورنۍ دي؛ سرچینې وایي چې له ایرانه د واپس کېدو وروسته یو طالب چارواکي له دوی د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه، د پیسو نه ورکولو وروسته دوی ونیول شو

December 8, 2025

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *