تازه خبرونه

د اسلامی امارت او روس سفیرانو په متحده اماراتو کې مهمه لیدنه

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوې چې په نړۍ کې روس هغه یواځینې هیواد دې چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمي توګه پیژندلو اعلان کړې دې
د اسلامی امارت او روس سفیرانو په متحده اماراتو کې مهمه لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت په حکومت کې دا لومړې ځل دې چې ددوی سفیر د هغه هیواد نماینده سره لیدنه کوي چې د اسلامي امارت حکومت ی په رسمي توګه پیژندلو اعلان کړې دی

د افغانستان اسلامي امارت یو چارواکي په یو اې اي ، متحده عرب اماراتو کې د روس یو مهم چارواکي سره لیدنه کړې ده

لیدنه په داسې وخت کې شوې چې روس په نړۍ کې هغه لومړې هیواد دې چې د افغانستان اسلامي امارت ی په سرکاري توګه د پیژندلو اعلان کړې دې.

د بشپړ راپور ترمخې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني د ياد هېواد لپاره د روسيې له سفير تيمور زابيروف سره وکتل او په یو شمیر مهمو موضوع ګانو ی ورسره ټینګار وکړو.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او سيمه‌ييزو اړیکو په پياوړتيا، په افغانستان کې ثبات، هوساينې، او د متقابل احترام پر بنسټ د همکاریو پر پراختيا خبرې وشوې

د روسيې سفير د افغانستان له امنيت او پرمختګ په اړه ټینګار وکړو او ستاينه ی وکړه او هم يې د اسلامي امارت له رسميت پېژندلو وروسته د پراخو همکاریو هوډ څرګندونه هم وکړه

په دې وخت افغان سفير د روسيې له مثبت دريځه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او ګډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *