بلوچستان تير څو لسيزو راهسې د پاکستان دښمنو هدف دے،کله د دهشت ګردۍ،کله د بغاوت او کله آزاد بلوچستان په نعرو ترهه ګر کارروائي کولې شي څو ورځې وړاندي کوئټه کښې سيکيورټي فورسز د يوې کارروائۍ دوران د يونيورسټۍ ليکچرر ډاکټرعثمان قاضي ګرفتار کړې وو څوک چې د بدامنۍ په واقعاتوکښې ککړ وو۔ وزيراعلي سرفراز بګتي تيره ورځ په دې معامله مهم پريس کانفرنس کړې وو چې پکښې د ګرفتار ليکچرر عثمان قاضي ويډيو بيان
وړاندي کړې شوي وو،ډاکټر عثمان قاضي د فتنه هند مرستيال ډلې بي ايل اے لپاره د ترهه ګرۍ مختلف منصوبو کښې سهولت کاري کولو اعتراف کړې وو۔
تعليم يافته کسان ترهه ګرۍ په لور ولې راغلل؟
د ډاکټر عثمان انکشافات هر تن حيران کړے چې آيا يو اعلي تعليم يافته تن او سرکاري ملازم هم د ترهه ګر ډلو ملګرې کيدې شي؟ ډاکټر عثمان قاضي د کوئټې بيوټمز يونيورسټۍ کښې ليکچرر وو، د قائداعظم يونيورسټۍ نه ئې ماسټر او ايم فل کړې او د پيښور پوهنتون نه ئې د پي ايچ ډي ډګري ترلاسه کړي وه په ظاهره خو هغه يو کامياب او محفوظ ژوند تيرولو خو د هغه د هلو ځلو نه ثابت شويده چې ملک دښمنه عناصر او د ترهه ګرو د سازشوونو او په مختلف دهوکو ځوانان تير باسلو د لارې زمونږ
اعلي تعليم يافته نسل هم د ترهه ګرۍ په لغنت کښې مبتلا کيږي ۔ د ډاکټر عثمان قاضي غوندې اعلي تعليم يافته کس د ترهه ګرو سهولت کار ختل
په بلوچستان کښې وړومبې واقعه نه ده دې نه مخکښې د بي ايل اے مجيدبريګيډ ډلې درې کاله مخکښې د اپريل په مياشت کښې
د کراچۍ يونيورسټۍ د چين په ټيچرانو ځانمرګي بريد د شاري بلوچ په ذريعه کړې وو، شاري بلوچ هم ښه تعليم يافته وه او د کراچۍ پوهنتون نه ئې زوالوجۍ کښې ايم فل کړې وو۔ د کالعدم تنظيمونو لخوا تعليم يافته ځوانان ترهه ګرۍ بريدونو ته لمسولو مقصد نړۍ کښې پاکستان بدنامول کول دي،په رياستي ادارو د تعليم يافته کسانو په ذريعه د بريدونو بل مقصد دا هم کيدې شي چې بي ايل اے او نور وسله والې ډلې نړۍ له دا تاثر ورکوي چې د دوي ګروپ په تعليم يافته او باعزته کسانو باندې مشتمل دے ۔
د ترهه ګرۍ نيټ ورک او سهولت کاري
ډاکټرعثمان قاضي دا اعتراف هم کړې وو چې هغه ترهه ګرو له پناه ورکولو سره سره دوي له تربيت ورکړې او د حملو لپاره ئې ورله د رهائشونو بندوبست هم کړې وو۔ خپل ويډيو بيان کښې ګرفتار ليکچرر وئيلي دي چې د تير کال نومبر په مياشت کښې کوئټه ريلوے سټيشن باندې ځانمرګي بريد ګر رفيق بزنجو هغه سره دوه ورځې تيرې کړې وې ( کوئټه ريلوے سټيشن چاودنه کښې دوه ديرش کسان شهيد شوي وو) ۔ د ډاکټر عثمان د بيان ترمخه د هغه په سهولت کارۍ بي ايل اے مجيد ګروپ په څوارلسم اګست کوئټه کښې د ترهه ګرۍ لويه منصوبه هم تياره کړي وه ۔ ډاکټر عثمان وئيلي وو چې هغه په خپلو کړو پيښمانه دے رياست سره ئې غداري کړيده حکومت راله نوکري او عزت راکړې وو خو بيا هم هغه نه لويه غلطي شوي وه چې د ترهه ګرو ملاټر او سهولت کاري ئې کوله ۔ ډاکټر عثمان قاضي د پاکستان او په خصوصي توګه د بلوچستان ځوانانو ته اپيل کړېدے چې د ترهه ګر تنظيمونو نه دې لرې لرې اوسي او د دوي په خبرو او دهوکو کښې دې نه راځي ۔
امن بحالۍ کښې د رياستي ادارو کردار
صرف پوځي آپريشنونود لارې امن نشي راتللي دې لپاره ضروري ده چې د اولس دې په رياست او ملکي ادارو اعتماد بحال وي د بلوچستان د بدامنۍ لويه او مهمه وجه هم دا ده چې د صوبې خلک د مختلف مسائلو او انديښنو ښکار دي د دوي د ژوند معيار ښه کيدو په ځائې ورځ ترورځه نور هم خرابيږي ۔ حکومت لپاره د اولس د ځانونو او مالونو تحفظ لوئې چيلنج دے خو صرف سيکيورټي ادارے عوامو ته تحفظ نۀ شي ورکولے ۔ بلوچستان کښې د سردارۍ او جاګيردارۍ نظام نه علاوه د سياستدانانو لوټ مار د صوبې اولس د بنيادي حقوق نه محروم ساتلي دے ۔ سيکيورټي اهلکار چې ترهه ګر يا جرائم پيشه کسان ګرفتار کړي او بيا دغه ملزمان عدالتونو ته پيش شي نو ناقص نظام انصاف لوجې دغه ملزمان د عدالتونو نه باعزته بري شي يا ورته څه ريليف ملاؤ شي کوم چې لوئې نقصان ئې دا وشي چې بيا دا مجرمان په ډاډه زړه خپلې هلې ځلې جاري ساتي او سيکيورټي ادارو لپاره چيلنج جوړ شي ۔ په داسې حالاتو کښې حکومت او رياستي ادارے بيا سخت فيصلې کولو باندې مجبورا شي چې پکښې اکثر بے ګناه خلکو ته هم نقصان اورسي ۔ چې تر څو سياسي او عدالتي نظام کښې ښه والي نه وي راغلې د امن د قيام مسئله به هم دغه شان د کرکيچن صورتحال سره مخ وي ۔
انساني حقوقو په نوم د رياست خلاف پروپګنډا
د بلوچستان قيام امن لپاره د نورو خنډونو نه علاوه د انساني حقونو د تحفظ جعلي بيانيه لرونکي تنظيمونه هم د رکاؤټ سبب ګرځي ۔ چې کله رياست په ترهه ګرو لاس واچوي نو جماعت اسلامي، د بشري حقونو تنظيم او ايمان مزارې د دې مخالفت شورو کړي او د بشري حقونو په نوم د دې ترهه ګرو او د ترهه ګرو د سهولت کارو ملاټر کوي او داسې جعلي بيانيه خوره کړي چې ګني دغه کسان بے ګناه نيولي کيږي يا وژلې کيږي او د بلوچستان لپاره آواز پورته کونکي په نښه کيږي خو چې کله حقيقتت په ډاګه شي نو دا تنظيمونه چې څوک مظلومان ګني هغه په اصل کښې دهشت ګرد وي ، د ډاکټر عثمان قاضي ګرفتاري او شاري بلوچ خودکش بريد د دې واضح مثال دے ۔ د ډاکټر عثمان په ګرفتارۍ جماعت اسلامي پريس ريليز جاري کړې وو چې سيکيورټي چارواکو هغه سره د خپل ورور د کور نه اوچت کړېدے او بے درکه کړي ئې دے ۔ دې نه علاوه د بيوټمز پوهنتون سټاف او ايسوسي ايشن هم د ډاکټر عثمان قاضي په ګرفتارۍ په رياست او سيکيورټي اهلکارو ټکونه کړي وو او د هغه د رهائۍ مطالبه ئې کړيده ۔ رياست خلاف منفي پروپګنډا په خپل ځائې خو د ډاکټر عثمان قاضي خپل اعترافي بيان د دې ګواه ورکوي چې څنګ يو تعليم يافته تن او په باعزته عهده تعينات کس هم د ترهه ګرو او ملک دښمنه کسانو لپاره سهولت کاري کولې شي ۔ بلوچ يک جهتي کميټي او ماه رنګ بلوچ چې د بے درکه کسانو تصويرونه راوخلي او په اسلام آباد کښې احتجاج او پرلت ورکوي خو اصل حقيقت دا دے چې دوي کوم کسان بے درکه ګرځوي دغه کسان د ترهه ګرۍ په پيښو کښې ککړ وي يا د سيکيورټي اهلکارو په عملياتو کښې وژلي شوي وي د حيرانتيا خبره دا ده چې ماه رنګ بلوچ يو سرکاري ملازمه ده د هغې پلار غفار لانګو د بي ايل اے تنظيم جوړونکي کسانو کښې شامل وو او د دې ډلې مهم کمانډر وو خو خپل مينځي جهګړه کښې وژلې شوي وو۔ د هند د ايجنټ کلبوشن ياديو کيس هم هر چا ته په ډاګه دے، هغه هم د بلوچستان ترهه ګرۍ کارروايو کښې ککړ وو۔ دغه هغه ټول اصل حقائق او واقعات دي چې ترې دا حقيقت په ډاګه کيږي چې بهرني قوتونه څنګه د بلوچستان بدامنۍ کښې لاس لري او په خصوصي توګه بلوچستان کښې د هند کردار او پاکستان کښې د ترهه ګرو سره د هندوستان فنډنګ او نورې مرستې هم د چا نه پټې نه دي ۔
بلوچستان صورتحال او د دښمن ايجنډا
بلوچستان صرف د پاکستان صوبه نه ده بلکه د مستقبل ګيټ وے ده ، د بے شميره قدرتي معدنياتو نه ډکه سيمه ده، د سي پيک مرکز ګوادر پورټ هم په بلوچستان کښې دے هم د بلوچستان د لارې ايران ، افغانستان او وسطي ايشيائي ملکونو يو بل سره نښليدلي دي په دې صوبه کښې د دښمن قوتونو د سازشونو او ترهه ګرۍ بريدونو اصل موخه هم دا ده چې دا صوبه غير مستحکم کړي او پاکستان کښې د ترقۍ منصوبې سبوتاژ کړي ۔
په حقائق او بيانيه کښې فرق پيژندل ولي ضروري دي؟
د ډاکټر عثمان قاضي اعترافي بيان دا حقيقت په ډاګه کړېدے چې بلوچستان کښې روانه بدامني صرف د انصاف او حقونو تحريک نۀ دے بلکه يو باقاعده نيټ ورک دے کوم چې ملکي عناصر ئې کنټرول کوي ۔ د بشري حقونو په نوم چې کومه پروپګنډا د پاکستان او رياستي ادارو خلاف کيږي هغه هم د ترهه ګرو د تحفظ لپاره کيږي او اصل حقائق د نړۍ نه پټ ساتلي شي ۔ دا اوس د رياست بنيادي ذمه واري جوړيږي چې اولس د اصل حقائق نه خبر وساتي او داسې کيسونه دې په ډاګه کوي چې عوام د آئنده لپاره د ملک دښمنه پروپګنډو نه ښکار کيږي لکه چې د پريس کانفرنس دوران د بلوچستان وزير اعلي سرفراز بګتي هم وئيلي وو چې “اوس وخت راغلې دے مونږ حقيقت او پروپګنډا کښې فرق وپيژنو ترهه ګر که هر شکل او لباس کښې وي خو په اصل کښې هغوي د اولس او رياست دښمنان وي”